ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د نږدې  ٥٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت د جلغوزو د پروسـس فابريکه جوړيږي

ګردېز کې د نږدې ٥٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت د جلغوزو د پروسـس فابريکه جوړيږي

author avatar
24 Oct 2019 - 16:35
ګردېز کې د نږدې  ٥٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت د جلغوزو د پروسـس فابريکه جوړيږي
author avatar
24 Oct 2019 - 16:35

ګردېز (پژواک، ۲ لړم ۹۸): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې يو خصوصي شرکت د نږدې ٥٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت  د جلغوزيو د پروسـس لوی مرکز جوړوي.

د اسرانتس شرکت په نامه ياد مرکز د رحيم ګردېزي شرکت سره په ګډه جوړوي، چې په خبره يې لومړنۍ چارې به يې په دوه مياشتو کې بشپړې او په کار به پيل وکړي.

ددغه شرکت مشر محبوب الله ګردېزي د لړم په ٢مه، ددې فابريکې د بنسټ اېښودو پر مهال وويل، چې د دې مرکز جوړول شپږ پړاوونه لري، چې په کال کې به د شپېته زره ټنه جلغوزيو پروسـس وکولی شي.
هغه پژواک ته وويل چې د جلغوزيو د پروسـس په مرکز کې شاوخوا زر تنو ته په مستقيم او زرګونه نورو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابريږي.

ده زياته کړه:((د دې مرکز ټوله طرحه او ډيزاين له اروپا راځي يانې په نړيوال سټنډرډ يې پروسـس کوو؛ ځکه چې بايد نړيوال بازار ته ورسيږو او رقابت وکړو. له مختلفو سرټېکفېکټونو سره مو خبرې کړې دي چې زموږ فابريکه او پروسـس له نړيوالو سټنډرډونو سره چِک او عيار کړي .))
د رحيم ګردېزي شرکت مشر حاجي محمدګردېزى وايي چې جلغوزي د سوېل ختيځ زون، په تېره د پکتيا مهم کرنيز حاصل دی چې په خبره يې بايد د خلکو اقتصاد ښه کولو لپاره پرې ډېر کار وشي.

ګردېزي وويل:((د پروسـس د مرکز تعميراتي کار په دوه مياشتو کې کيږي او دوه مياشتې وروسته بايد دوی توليد ته امادګي ولري يانې زموږ ماشين آلات او نور چمتو دي .))
د جلغوزيو حاصل راټولوونکي او صنعت کاران خوښ دي او وايي، د پروسـس د دې مهم مرکز په جوړېدو به يې د جلغوزيو د بازار او معياري پروسـس او پېکنګ ستونزه حل شي.

د دوی له ډلې د خوست ولايت د جلغوزيو د اتحاديې مشر نورعلي خان وايي چې تر دې وړاندې يې خام جلغوزي د پخولو او پروسـس لپاره پاکستان ته وړل، چې هلته به له پروسـس وروسته د هغه هېواد په نوم نورو هېوادونو ته صادرېدل.

خان زياته کړه چې ځينې مهال به د ياد هېواد له خوا د ډنډپټان ــ پاړه چينار ترانزيټي لارې بندولو يا تعرفې او ټېکس لوړولو له امله ورته زيات زيان اوښت.

نوموړي وويل:((مخکې به موږ پاکستان ته وړل او قاچاق کېدل به هم، پاکستان به لارې بندولې او ډېر ټېکس به راباندې لګېده. زموږ بله ستونزه دا ده چې په لاره کې د امنيتي پوستو ځينې کسان له موږ پيسې اخلي يا غله راته مخکې کيږي، هيله ده چې لويې لارې راته مصونې شي. ))
د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر ډاکټر عبدالنصير عالميار وايي چې دا په هېواد کې د جلغوزيو په برخه کې تر ټولو لويه پانګونه ده او د جلغوزيو د قاچاق بشپړ مخنيوی اړين بولي.
عالميار زياته کړه:((د دې مرکز جوړوونکي حمايت او ګرېنډ ته ضرورت لري، لږ تر لږه د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت دولت هم بايد ور سره همکاري وکړي. زموږ د صنعت کارانو يوازينۍ ستونزه د صنعتي پارک نه فعالېدل او هلته د برېښنا نشتون دی. دا فابريکه هم په رهايشي ساحه کې جوړيږي.))
د پکتيا والي شميم خان کټوازی په اقتصادي پرمختګ او ثبات کې د خصوصي سکتور ونډه اساسي بولي او وايي چې د جلغوزيو د قاچاق د بشپړ مخنيوي سربېره به تر  وسه له صنعت کارانو سره مرسته وکړي.
هغه زياته کړه :((له نېکه مرغه په ګردېز کې د افغانستان په سطحه د جلغوزيو د پروسـس د تر ټولو لوی مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. له ګردېزي ګروپ څخه مننه کوم. خصوصي سکتور او دولت بايد په ګډه لاس سره ورکړي، چې کامياب شو. د دولت څومره کومک او امکانات چې په اصولو کې او توانايي يې لرو، هغه به د دوی په خدمت کې وي.))
د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ اداره وايي چې شاوخوا دوه سوه نورو صنعت کارانو هم په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی، خو په خبره يې د صنعتي پارک نه فعالېدو او د برېښنا نشتون يې د عملي اقدام مخه نيولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.