ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جګړه افغانستان کې د ګوزڼ د شتون له لاملونو څخه ده

جګړه افغانستان کې د ګوزڼ د شتون له لاملونو څخه ده

author avatar
24 Oct 2019 - 16:17
جګړه افغانستان کې د ګوزڼ د شتون له لاملونو څخه ده
author avatar
24 Oct 2019 - 16:17

کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۸): روان کال افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۱۹ پېښې ثبت شوي او مسوول چارواکي جګړې، پاکستان ته د افغانانو تګ، راتګ او د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی افغانستان کې د ګوزڼ د شتون لامل بولي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ډاکټر ماموسۍ زيور نن په کابل کې د ماشامانو د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ د مخنيوي د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل چې په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې په هېواد کې د پوليو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې اته په اروزګان، پنځه په هلمند، درې په کندهار، او يوه، يوه په پکتيکا، کونړ او ننګرهار کې ثبت شوې دي.

ماموسۍ زيوروایي:"په افغانستان کې روانه جګړه، د پاکستان هېواد ته تګ، راتګ او د پوليو واکسين په اړه د عام ولس د پوهاوي کچې ټيټوالی د دې لامل شوي چې لا هم په هېواد کې د پوليو مثبتې پېښې ثبت شي."

هغه زیاتوي چې دا مهال د نړۍ په کچه یواځې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغي شتون لري.

د دې د معلوماتو له مخې، روان کال په پاکستان کې د پوليو ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۵۵  يې خيبر پښتونخوا سيمو کې دي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيالې په وينا، پر تورخم بندر تېرېدونکو ټولو کسانو، په سپين بولدک او له پاکستان سره په نورو سرحدي سيمو کې تېرېدونکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي.

هغه وایي، هغو کسانو ته چې له پاکستان نه افغانستان ته راځي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او هغو کسانو ته چې له افغانستان نه پاکستان ته ځي د پاکستان له خوا واکسین ورکول کیږي.

زیور وایي، چې ډېر ژر به د کندهار په سپين بولدک کې هم ټولو هغو کسانو ته د دغه واکسین ورکول پیل شي چې پر دغه بندر تګ راتګ کوي.

د عامې روغتيا وزارت سلاکار او د پوليو ناروغۍ د مخينوي رياست مشر ډاکټر هدايت الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، که چېرې امنيتي ستونزې نه وي او وسله وال مخالفین په دې برخه کې ستونزې جوړې نه کړي، نو په یو کال کې افغانستان کې د پولیو ناروغي له منځه وړل کیدای شي.   

په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان مشر ډاکټر ودود زبير مفتي په نننۍ ناسته کې له خلکو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.   

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.