ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت په هلمند کې د القاعدې ديوه مهم غړي د نيول کېدو خبر ورکړى

حکومت په هلمند کې د القاعدې ديوه مهم غړي د نيول کېدو خبر ورکړى

author avatar
24 Oct 2019 - 10:51
حکومت په هلمند کې د القاعدې ديوه مهم غړي د نيول کېدو خبر ورکړى
author avatar
24 Oct 2019 - 10:51

کندهار (پژواک، ٢ لړم ٩٨) : امنيتي ځواکونه وايي چې په هلمند ولايت کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د القاعدې شبکې يو مهم غړى نيول شوى دى.

د کندهار ولايت مقام له خوا د لړم په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولايت کې مېشتو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې د کشفي معلوماتو په اساس شپني عمليات تر سره کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې ددغو عملياتو په ترڅ کې د القاعدې شبکې يو مهم فعال غړى له يوه بل تن سره نيول شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملياتو پر مهال وسلې او مهمات او ١٥ پاکستانۍ تذکرې هم ترلاسه شوې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې وروستيو کې د هلمند په ځينو سيمو کې يو ځل بيا د القاعده شبکې د فعاليت ځينې راپورونه ترلاسه شوي، چي ورسره سم افغان ځانګړو ځواکونو هم د يادې ډلې د ځپلو په موخه خپل عمليات پراخه کړي دي.

وسله والو طالبانو او القاعده شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې د ملي امنيت لوى رياست تېره مياشت د هلمندپه موسى کلا ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د هند لويې وچې لپاره د القاعده د مشر  د وژلو خبر ورکړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.