ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار پر دوه زره جريبه ځمکه د خزاني موسم د مېوو باغونه جوړېږي

ننګرهار پر دوه زره جريبه ځمکه د خزاني موسم د مېوو باغونه جوړېږي

author avatar
24 Oct 2019 - 13:56
ننګرهار پر دوه زره جريبه ځمکه د خزاني موسم د مېوو باغونه جوړېږي
author avatar
24 Oct 2019 - 13:56

جلال اباد (پژواک، ۲ لړم ۹۸): د ننګرهار ولايت دکرنې رياست له لوري د دغه ولايت په بېلابېلو  ولسواليو کې په دوه زره جريبه ځمکه کې د خزاني موسم د ميوو باغونه جوړيږي.

د يادو باغونو د جوړېدو پرانيسته د لړم په ۲مه د دغه ولايت د کرنې رياست د ميکانيزې په اداره کې د څو ونو په ايښودو وشوه.

مسوولين وايي، په دغه دوه زره جريبه ځمکه کې به نږدې دوه سوه زره د ستروسو او نورو مېوو نيالګي کېښودل شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير سميع الله نصرت په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې پژواک ته وويل، پخوا داسې فکر کېده چې نيالګي يوازې په پسرلي موسم کې کېږي، خو اوس د کرنې نويو څېړنو ثابته کړې چې د خزان په موسم کې هم نيالګي ايښودل کېداى شي او تر نورو  ښه حاصل ورکولی شي.

دی وايي، همدې چارې ته په کتو د سي باټ موسسې په مالي همکارۍ د دغه ولايت د دوو ولسواليو په دوه زره جريبه ځمکو کې د خزاني موسم د مېوو باغونه جوړيږي.

د هغه په وينا، په دغو ځمکو کې به ۱۹۴زره نيالګي کېښودل شي چې لومړى به شپږو هغو ولسواليو ته ورکول کېږي چې له جګړو تازه کرارې شوې او تر ډېره ورته د بيارغونې او مالدارۍ برخه کې کار نه دی شوی.

کروندګر که څه هم د نورو حاصلاتو او فصلونو په پرتله د باغونو جوړېدل ډېر ګټور ګڼي، خو وايي چې حاصلاتو ته يې بايد د بازار موندنې برخه کې هم کار  وشي.

د روداتو ولسوالۍ کروندګر امين الله چې تازه ورته د ستروسو د خزاني باغ جوړېدو زمينه برابره شوې وايي، پخوا به کروندګرو يوازې د غنمو او جوارو فصل ته کال تېراوه، خو اوس د باغونو په جوړېدو هم له باغونو ګټه اخلي او هم له نورو فصلونو څخه په کې ګټه اخېستل کېږي.

د کوټ ولسوالۍ کروندګر او قومي مشر اميرجان کوټوال نيوکه کوي چې ننګرهار کې ډېر باغونه جوړ شوي او هم نورو سبزيجاتو ښه حاصلات ورکړي، خو د بازار برخې ته يې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

دی وايي، که د باغونو د جوړېدو او حاصلاتو د ښه کېدو تر څنګ يې بازار ته هم پاملرنه وشي، نو ننګرهار کې به د کروندګرو اقتصاد لوړ، زراعت به پرمختللی او د بهرنيو هېوادونو له وارداتو به هېوادوال خلاص شي.

چارواکي وايي، د خزاني موسم د باغونو د جوړېدو لويه موخه په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت مخنيوی او د حلال کښت کر ته  زمينه برابرول دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.