تالقان (پژواک، ۳ لړم ۹۸): د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د ملي امنیت او ځانګړو قطعو ځواکونو پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د لړم په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید تېره شپه د اشکمش ولسوالۍ د بندقشا سیمه کې د ملي امنیت او ځانګړو قطعو ځواکونو پر پوستو شوی دی.
د اسیر په خبره، په یاده ولسوالۍ کې د ملي امنیت موظفین او د ګژدمک په نوم یوې قطعه کې ځانګړي ځواکونه مېشت دي چې تېره شپه د دښمن تر برید لاندې راغلل.
د خلیل اسیر د معلوماتو له مخې، د طالبانو په دغه برید کې شپږ د ځانګړو ځواکونو او پنځه د ملي امنیت سرتېري وژل شوي او یادو ځواکونو شاوخوا لس سرتېري ټپیان شوي دي.
اسیر پژواک ته وویل: ((تازه دمي ځواکونه سیمې ته رسېدلي څو د ډېرې مرګ ژوبلې مخه ونیسي.))
د سرچینې په وینا، جګړه اوس هم روانه ده او د دښمن د بریدونو د مخنیوي لپاره سیمې ته نور سرتېري لېږل شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن