ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي

د ننګرهار په ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي

author avatar
25 Oct 2019 - 14:44
د ننګرهار په ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي
author avatar
25 Oct 2019 - 14:44

لومړی تعقیب- جلال اباد (پژواک، ۳ لړم  ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنيت د ۰۲ قطعې ځواکونو پر موټرو ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د یاد ولایت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۳مه پژواک ته وويل چې دغه برید نن شاوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د اکمالاتي بېز په سيمه کې وشو.

د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې، دغه برید مرګ ژوبله هم لري.

هغه زیاته کړه چې په برید کې د ملي امنیت ۰۲ قطعې درې سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي، شپږ سرتېري او یوولس ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

ولسمشر غني ددې بريد د سخت غندلو ترڅنګ ويلي طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې د بېګناه افغانانو له وژلو دریغ نه کوي او نه هم په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین اراده لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.