ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د سيمه ييزې اردو د دوو ټوليو سرتېرو دندې پيل کړې

په کونړ کې د سيمه ييزې اردو د دوو ټوليو سرتېرو دندې پيل کړې

author avatar
26 Oct 2019 - 16:14
په کونړ کې د سيمه ييزې اردو د دوو ټوليو سرتېرو دندې پيل کړې
author avatar
26 Oct 2019 - 16:14

اسعد اباد (پژواک، ٤ لړم ٩٨) : د کونړ ولايت د مرکز اسعد اباد ښار اوچپې درې ولسوالۍ د امنيت ساتنې په موخه د سيمه ييزې اردو دوه نوي ټولي رامنځته شول.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترين د لړم په ٤مه، ددې ټوليو د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې په دې دوو ټوليو کې٢٤٠ سرتېري ځاى پر ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه، دوى ته په شپږو مياشتو کې اساسي روزنه هم ورکړل شوې او دوى به د خپلو سيمو دامنيت په ساتلو کې مهم رول ولوبوي.

ترين وايي، د سيمه ييزې اردو دغه سرتېري د خپلو سيمو له جغرافيايې سره ښه بلد او په ښه توګه له خپلو سيمو او خلکو دفاع کولى شي.

د سيلاب قول اردو قوماندان وايي،افغان وسله وال پوځ کې د سيمه ييزې اردو په نوم په نوي تشکيلاتي جوړښت کې نږدې ٢٤ ټولې رامنځته شوي چې دوه هغه يې دامنيت ساتنې په موخه کونړ ته ځانګړي شوي.

دکونړ د والي مرستيال ډاکټر ګل محمد بيدار وويل، د امنيت په ټينګښت او دفاع کې دسيمه ييزې اردو په نوم ددغه نوي تشکيلاتي جوړښت په رامنخته کېدو سره به امنيت ښه شي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د کونړ خلک له امنيتي ځواکونو سره کلک ملاتړي دي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.