ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې نننۍ ناسته د دوو وکیلانو ترمنځ د لفظي شخړې له امله بې پايلې پای ته ورسېده

د ولسي جرګې نننۍ ناسته د دوو وکیلانو ترمنځ د لفظي شخړې له امله بې پايلې پای ته ورسېده

author avatar
26 Oct 2019 - 17:35
د ولسي جرګې نننۍ ناسته د دوو وکیلانو ترمنځ د لفظي شخړې له امله بې پايلې پای ته ورسېده
author avatar
26 Oct 2019 - 17:35

کابل (پژواک، ۴ لړم ۹۸): د ولسي جرګې نننۍ ناسته د دې جرګې د یوه غړي او دارالانشا د رییس ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته د جرګې د رییس له خوا ختمه اعلان شوه او په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه خبرې ونه شوې.

 د ولسي جرګې د رییسانو د کمېټې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې وه یاده جرګه نن د ښاروالۍ د قوانینو په اړه د ولسمشر د ۳۲۳ شمېرې تقنیني فرمان او د اوسپنې پټلۍ د قانون د جوړېدو په تړاو تقنیني فرمانونو باندې خبرې او راګيري وکړي.

 د جرګې په نننۍ ناسته کې هغه مهال جنجال زور واخیست چې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي حفیظ الله جلیلي اعترض وکړ چې نوموړي ته د خبرو کولو فرصت نه ورکول کېږي.

هغه د سره کارت په پورته کولو د خبرو کولو د فرصت غوښتنه وکړه.

 خو د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني یې په ځواب کې وویل: ((په امتیازي وخت کې اعتراض د داخلي دندو د اصولو خلاف دى، جلیلي صاحب مهرباني وکړه پر ځای دې کېنه او مزاحمت مه کوه.))

جلیلي د رحماني خبرو ته توجه ونه کړه خو رحماني یو ځل بیا نوموړي ته په خطاب وویل: ((که غواړې په امتیازي ساعت کې خبرې وکړې نو د مهربانۍ له مخې جرګې ته وختي راشه او فرصت تر لاسه کړه، خو امتیازي وخت پای ته رسېدلی، مهرباني وکړه پر ځای دې کېنه، کنه د جرګې د امنیتي کارکوونکو په مرسته دې له جرګې بیرون وباسم.))

 وروسته جلیلي په چټکۍ د ناستې د رییس او د جرګې د دارالانشا ریاست لوري ته ولاړ او له رحماني سره یې خبرې کولې چې ناڅاپه د جلیلي او عبدالقادر ځاځي وطندوست ترمنځ شخړه پیل شوه خو ځينو وکیلانو دوی له یو بل لرې کړل او وروسته د جرګې رییس د رامنځته شوي جنجال له امله نننۍ ناسته ختمه اعلان کړه.

 په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست له ناستې وروسته رسنیو ته په دې اړه چې ولې د جرګې نننۍ ناسته جنجالي شوه؟ وویل: ((د یوه وکیل او جرګې د دارالانشا د رییس ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته یو شمېر وکیلان د دارالانشا د رییس او ځينې نور د وکیل په ملاتړ ولاړ شول او د جرګې رییس مجبور شو چې ناسته له نتیجې پرته ختمه اعلان کړي.))

 خو جلیلي د ملي شورا په تالار کې رسنیو ته وویل، له تېرو لسو ورځو راهیسې د ولسي جرګې رییس په امتیازي وخت کې نوموړي ته د خبرو اجازه نه ورکوي.

 

 هغه زیاته کړه، د ناستې رییس ان هغو کسانو ته چې له ده وروسته یې نوبت و د خبرو اجازه ورکوي خو نوموړي ته د خبرو فرصت نه ورکوي.

 هغه وویل: ((نن مې چې له میررحمان رحماني سره له نږدې خبرې کولې چې باید ماته یې وخت راکړی وای ځکه مهمه مساله وه چې باید یادونه مې یې کړې وای، د جرګې د دارالانشا رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست له خپل ځایه غږ وکړ او رییس ته په خطاب کې یې وویل، پرېږده دغه سړی ستونزه لري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.