ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو تن د تښتونکو له منګولو ازاد او په تړاو يې درې کسان ونيول شول

ننګرهار کې يو تن د تښتونکو له منګولو ازاد او په تړاو يې درې کسان ونيول شول

author avatar
26 Oct 2019 - 15:09
ننګرهار کې يو تن د تښتونکو له منګولو ازاد او په تړاو يې درې کسان ونيول شول
author avatar
26 Oct 2019 - 15:09

جلال اباد (پژواک، ۴ لړم ۹۸): په ننګرهار کې د ملي امنيت ادارې په هلو ځلو د تښتونکو له منګولو يو تن ازاد او په تړاو يې درې کسان ونیول شول.

نويد زمان چې درې اوونۍ مخکې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې له مربوطاتو تښتول شوی و او بيا پاکستان ته لېږدول شوی و؛ تېره ورځ د ملي امنيت ادارې له لوري ازاد او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

نوموړی د لړم په ۴مه د ننګرهار ولايت مقام کې د رسنيو پر وړاندې د خپلې کورنۍ غړو ته تسليم شو.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، څو ورځې وړاندې ورته د نويد زمان د کورنۍ غړو هغه ويډيو ښکاره کړه چې په کې نويد په ډېر بد وضعيت کې ساتل شوی و او هغه د خپل ځان د خلاصون لپاره له کورنۍ څخه مرسته غوښتې وه.

والي وايي، دغه ويډيو يې ټولو امنيتي ادارو په ځانګړي توګه ملي امنيت او ملي پوليسو ادارې ته ولېږله او د امکان تر حده يې په دې اړه د هلو ځلو سپارښتنه ورته وکړه.

هغه زياتوي، امنيتي ادارو په ياده قضيه کې د لاس لرلو په تور درې تنه ونيول او تښتونکي يې دې ته مجبور کړل چې تښتول شوی شخص له کرښې بېرته راواړوي او لعلپورې ولسوالۍ کې يې خوشې کړي چې وروسته امنيتي ځواکونو ياد کس خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

تښتول شوی شخص (نويد زمان) وايي، د جلال اباد ښار  د لومړۍ ناحيې اړوند درمسال سيمه کې په يوه تنګه کوڅه کې روان و چې مخ پټو کسانو پرې پر نشه يي توکو ککړ کوونکی دستمال راکښلی او وروسته چې کله لږ په هوش راغلی نو ورته جوته شوې چې د بهسودو له پول څخه په موټر کې تېرېږي.

دی وايي، وروسته تښتونکو د يو غره لمنې ته وړی او هلته له څو ورځو ساتلو وروسته يې د ډيورنډ فرضي پر کرښه داسې ځای  ته  اړولی چې اغزن سيم  پرې تېر شوی و.

هغه وايي، تښتونکو سخت شنکجه کړی او ډېر کله يې وږى هم ساتلی دی.

د نويد زمان د کورنۍ يوه غړي تسل نيازي د ملي امنيتي ځواکونو له هلوځلو مننه وکړه چې د هغه د کورنۍ غړی يې له کوم زيان پرته د تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.

دی وايي، که څه هم لومړی تښتونکو د هغه د خوشې کېدو په بدل کې د يو طالب بندي د خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو دا چې د دوی د کورنۍ څوک په حکومت کې دنده نه لري؛ نور وروسته يې بيا د پيسو غوښتنه ترې کړې ده. خو دا يې روښانه نه کړه چې څومره پيسې يې ترې غوښتې دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، که خلک همداسې همکاري وکړي او د پيسو د ورکړې پر ځای پر خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو باور وکړي نو همداسې به يې د کورنۍ تښتول شوي غړي بېرته له کوم زيان پرته راخلاصيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.