د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې درمل پلورونکي درمل په غیر معیاري ګودامونو کې ساتي

په کندهار کې درمل پلورونکي درمل په غیر معیاري ګودامونو کې ساتي

Oct 26, 2019 - 11:36

کندهار (پژواک، ٤لړم  ۹۸): د کندهار اوسېدونکي وايي، درمل پلورونکي درمل په غیر معیاري ګودامونو کې ساتي چې کیفیت یې له منځه ځي او په کارولو یې روغتیا زیانمنه کېږي.

دغه راز هغوی یادونه کوي چې لا هم له بهر او په ځانګړې توګه پاکستان څخه په قاچاقي توګه درمل واردېږي چې بې کیفیته او بې اغېزې دي او د درملنې پر ځای روغتیا ته زیان رسوي.

خو د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د بې کیفیته، جعلي او تاریخ تېر درملو د مخنیوي هڅې یې دوامداره دي او په یوه تازه اقدام کې یې ۷۵ ټنه دغسې درمل نیولي او له منځه وړي دي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي خیرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د هېواد په کچه ۷۰ سلنه درمل د کندهار له لارې واردېږي او تر ټولو لوی سوداګر یې د دې ولایت دي، خو له بده مرغه دغه کاروبار معیاري شوی نه دی.

هغه زیاته کړه، درمل پلورونکي او سوداګر د دې پر ځای چې درمل په معیاري ګودامونو کې وساتي، په غیر معیاري ګودامونو کې ساتي چې له شک پرته یې کیفیت له منځه ځي.

دی وايي: ((ټول پوهېږو چې درمل له کېمیاوي توکو جوړېږي او باید د تودوخې تر ټاکلې اندازې لاندې وساتل شي خو په ټول کندهار کې د درملو د ساتلو لپاره یو معیاري ګودام نشته چې د تودوخې کچه په کې کنټرول شي، بلکې په عادي ګودامونو کې ساتل کېږي چې طبعاً تونده ګرمي یې کیفیت زیانمن کوي.))

دی وايي، دا د عامې روغتیا ریاست دنده ده چې درمل پلورونکي اړ کړي څو د درملو د زېرمه کولو لپاره معیاري ګودامونه جوړ کړي.

د ده په خبره، کله چې ډاکټران دغه درمل ناروغانو ته ورکوي نو یا خو بې اغېزې وي او یا نورې روغتیايي ستونزې ورته پیدا کوي.

نوموړی وايي، د درملنې پر مهال په خپله هم له دغسې حالت سره مخ شوی چې درملو پرې هیڅ اغېز نه دی کړی.

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی عبدالخالق کلیوال هم ورته شکایت لري او وايي، د دې تر څنګ په دې ولایت کې د درملو په برخه کې بله ستونزه د بې کیفیته او کم اعتبار لرونکو کمپنیو څخه د درملو واردولو ده چې چارواکي باید پاملرنه ورته وکړي.

دی زیاتوي، له بده مرغه د کلونو په تېرېدو اوس هم کندهار ته بې کیفیته درمل واردېږي چې خلکو ته هم مالي او هم روغتیايي زیان اړوي.

کليوال وايي، ډېری دغه درمل په قاچاقي لارو له پاکستان څخه راځي چې چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د ده په خبره، ډېر مهال ناروغان د درملنې پر مهال د درملو د ټیټ کیفیت له امله اړ کېږي چې له یوه روغتون څخه بل او له یوه ډاکټر څخه بل ته لاړ شي چې هم یې پيسې بې ځایه مصرفېږي او هم د درملنې پر ځای نورې روغتیايي ستونزې ورته پېښېږي.

نوموړی زیاتوي، د درملنې په موخه له هېواد څخه بهر ته د تلو یو لامل همدا بې کیفیته درمل دي، ځکه کله چې یو ناروغ ډېرو ډاکټرانو ته په ورتلو نه ښه کېږي، مجبور دی د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

دی له چارواکو غوښتنه کوي چې د خلکو دغې لویې جدي ستونزې ته پام وکړي، روغتیايي خدمات او د درملو واردول معیاري کړي.

په کندهار کې دا مهال ۱۷۰ د درملو راجسټر شوې کمپنۍ شته چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه درمل واردوي.

د دغو کمپنیو د ټولنې مرستیال معلم میر احمد وايي، د درملو له ټولو سوداګرو یې ژمنه اخیستې چې معیاري درمل به واردوي.

خو دی د دغې ستونزې حل په کندهار کې د یوه مجهز لابراتوار جوړول ګڼي چې د درملو او خوراکي توکو تجزيه په کې وشي او کيفيت یې کنټرول شي.

په وار وار د چارواکو له خوا ژمنې شوي چې په کندهار کې به دغسې یو معیاري لابراتور جوړوي خو تر اوسه په دې برخه کې عملي اقدام نه دی شوی.

بل خوا د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په پر له پسې توګه د بې کیفیته، جعلي او تاریخ تېر درملو د مخنیوي هڅې کوي او په یوه تازه اقدام کې یې ۷۵ ټنه دغسې درمل نیولي او له منځه وړي دي.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، اړوند ریاست په روانه اوونۍ کې د درملو کمپاین تر سره کړ او د کندهار ښار د درملو ټول ګودامونه وکتل شول چې په پایله کې یې ۷۵ ټنه بې کیفیته، جعلي او تر وخت تېر درمل تر لاسه شول.

دی زیاتوي، دغه درمل چې ۳۴۵۹ کارتنه کېدل د عامې روغتیا ریاست د بېلابېلو څانګو، امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت او ښاروالۍ د استازو پر وړاندې وسوځول شول او له منځه یووړل شول.

نوموړی وايي، د دغه کمپاین پر مهال یې د درملو له سوداګرو او پلورونکو غوښتي چې د هغو کمپنیو درمل وارد کړي چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره راجسټر شوي دي.

پخلا دغه راز یادونه وکړه چې له درمل پلورونکو یې په جدیت غوښتي چې د درملو د ساتلو لپاره معیاري ګودامونه جوړ کړي او د درملو د تنظیم ملي ادارې اصول په پام کې ونیسي.

د ده په خبره، که له دې وروسته ولیدل شي چې درمل د ټاکلو اصولو خلاف ساتل کېږي نو هغه به د قاچاقي درملو په کټګوري کې حسابوي او له منځه به یې وړي.

ده خبر ورکړ چې د درملو د کيفيت د کنټرول په برخه کې یې څارنه سخته کړې او دغلته به يو داسې لابراتوار فعالوي چې د درملو او خوراکي توکو تجزيه په کې وشي او کيفيت یې کنټرول شي.

د یادونې ده چې څه موده مخکې د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو ملي ادارې د رییس ډاکټر نورشاه کامه وال په مشرۍ یوه پلاوي کندهار ته سفر کړی و او له ولایتي ادارې یې د ځمکې غوښتنه کړې وه څو له خصوصي سکتور سره په ګډه د درملو سټنډرډ ګودامونه په کې جوړ کړي او په دې توګه د درملو کیفیت ته د زیان رسېدو مخنیوی وشي.

د روغتیايي چارو د کتونکو په اند په هېواد کې د بې کیفیته درملو د موجودیت د دې لامل شوی چې ډېر ناروغان بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته د درملنې لپاره لاړ شي.

پاکستان او هند هر کال د افغان ناروغانو د درملنې او درملو له درکه میلیونونه ډالر عاید تر لاسه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement