ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې درمل پلورونکي درمل په غیر معیاري ګودامونو کې ساتي

په کندهار کې درمل پلورونکي درمل په غیر معیاري ګودامونو کې ساتي

author avatar
26 Oct 2019 - 11:36
په کندهار کې درمل پلورونکي درمل په غیر معیاري ګودامونو کې ساتي
author avatar
26 Oct 2019 - 11:36

کندهار (پژواک، ٤لړم  ۹۸): د کندهار اوسېدونکي وايي، درمل پلورونکي درمل په غیر معیاري ګودامونو کې ساتي چې کیفیت یې له منځه ځي او په کارولو یې روغتیا زیانمنه کېږي.

دغه راز هغوی یادونه کوي چې لا هم له بهر او په ځانګړې توګه پاکستان څخه په قاچاقي توګه درمل واردېږي چې بې کیفیته او بې اغېزې دي او د درملنې پر ځای روغتیا ته زیان رسوي.

خو د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د بې کیفیته، جعلي او تاریخ تېر درملو د مخنیوي هڅې یې دوامداره دي او په یوه تازه اقدام کې یې ۷۵ ټنه دغسې درمل نیولي او له منځه وړي دي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي خیرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د هېواد په کچه ۷۰ سلنه درمل د کندهار له لارې واردېږي او تر ټولو لوی سوداګر یې د دې ولایت دي، خو له بده مرغه دغه کاروبار معیاري شوی نه دی.

هغه زیاته کړه، درمل پلورونکي او سوداګر د دې پر ځای چې درمل په معیاري ګودامونو کې وساتي، په غیر معیاري ګودامونو کې ساتي چې له شک پرته یې کیفیت له منځه ځي.

دی وايي: ((ټول پوهېږو چې درمل له کېمیاوي توکو جوړېږي او باید د تودوخې تر ټاکلې اندازې لاندې وساتل شي خو په ټول کندهار کې د درملو د ساتلو لپاره یو معیاري ګودام نشته چې د تودوخې کچه په کې کنټرول شي، بلکې په عادي ګودامونو کې ساتل کېږي چې طبعاً تونده ګرمي یې کیفیت زیانمن کوي.))

دی وايي، دا د عامې روغتیا ریاست دنده ده چې درمل پلورونکي اړ کړي څو د درملو د زېرمه کولو لپاره معیاري ګودامونه جوړ کړي.

د ده په خبره، کله چې ډاکټران دغه درمل ناروغانو ته ورکوي نو یا خو بې اغېزې وي او یا نورې روغتیايي ستونزې ورته پیدا کوي.

نوموړی وايي، د درملنې پر مهال په خپله هم له دغسې حالت سره مخ شوی چې درملو پرې هیڅ اغېز نه دی کړی.

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی عبدالخالق کلیوال هم ورته شکایت لري او وايي، د دې تر څنګ په دې ولایت کې د درملو په برخه کې بله ستونزه د بې کیفیته او کم اعتبار لرونکو کمپنیو څخه د درملو واردولو ده چې چارواکي باید پاملرنه ورته وکړي.

دی زیاتوي، له بده مرغه د کلونو په تېرېدو اوس هم کندهار ته بې کیفیته درمل واردېږي چې خلکو ته هم مالي او هم روغتیايي زیان اړوي.

کليوال وايي، ډېری دغه درمل په قاچاقي لارو له پاکستان څخه راځي چې چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.