غزني ښار (پژواک، ۵ لړم ۹۸): د غزني الجهاد جامع جومات چې د ولسمشر د فرمان له مخې له سره جوړېږي، تر کار لاندې يوه برخه يې نړېدلې چې له امله يې يو کارکوونکى مړ او بل ټپي شو.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه د ياد جامع جومات يوه برخه چې تر کار لاندې وه، نړېدلې چې په ترڅ کې يې دوو کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي چې د دغه جومات پروژه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتې ادارې له لوري څارل کېږي او د دغه جومات جوړونې ټول ساختمانې وسایل له مرکزه انتقال شوي دي.
نوري زياته کړه: ((د غزني سيمه ييزې ادارې ته د داسې پروژو چې کيفيت ونه لري، هېڅ د منلو نه دي او ياده برخه يې هم د کيفيت د خرابوالي له امله نړېدلې ده.))
تېر کال د غزني له برید یوه اوونۍ وروسته کله چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولایت ته سفر درلود، د خلکو په غوښتنه يې د غزني لوي الجهاد جامع جومات د بېرته جوړولو ژمنه وکړه.
د چارواکو په وينا، دا جومات به په درېيو پوړونو کې جوړېږې او ۶۷ میلیونه افغانۍ ورته ځانګړي شوې دي چې لګښت یې خپله ولسمشر ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن