ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د کانال عوايد له ۱۵ ميليونه ۷۰ ميليونو ته لوړه شوي

د ننګرهار د کانال عوايد له ۱۵ ميليونه ۷۰ ميليونو ته لوړه شوي

author avatar
27 Oct 2019 - 16:27
د ننګرهار د کانال عوايد له ۱۵ ميليونه ۷۰ ميليونو ته لوړه شوي
author avatar
27 Oct 2019 - 16:27

جلال اباد (پژواک، ۵ لړم ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ساحې له پراخوالي سره د کانال ډېرې ځمکې بېرته حکومت ترلاسه کړې چې ورسره د دې سترې پروژې کلني عايد له پنځلس ميليونه افغانيو ۷۰ ميليونه افغانيو ته لوړ شوی دی.

دوی وايي، له دې چارې سره پر طالبانو د هغه عايد مخه ډپ شوې چې هر کال به يې له کانال څخه  شاوخوا دوه ميليارده افغانۍ راټولولې.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د وسله والو د ځپلو لپاره تر ټولو مهمه لار د هغوی د عايداتي سرچينو مخنيوی دی چې اوس په عملياتو کې لويه موخه د همدې چارې مخې ته وړل دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، څه موده وړاندې بټي کوټ، کوټ او غني خېلو ولسوالۍ کې پراخ عمليات ترسره او ترڅنګ يې ولسي پاڅونوال هم ځای پر ځای شول چې د جلال اباد- تورخم لارې په اوږدو کې د ننګرهار کانال زرګونه جريبه ځمکه د دولت لاس ته ولوېده.

د مياخېل په وينا، مخکې له فارمونو څخه تر ۱۵ ميليونه افغانيو عوايد راټولېدل خو اوس دا کچه ۷۰ ميليونو ته لوړه شوې ده.

والي وايي، اوس چې کوم پروګرامونه د کانال اداره په پلان کې لري او په ځينو يې کار هم روان دی چې ټول پلانونه او پروګرامونه پلي شي، نو د کانال د عوايدو کچه به تر ۱۵۰ ميليونو افغانيو پورته شي.

د والي په وينا، پخوا به د کانال شرکت له نيمايي په زياته برخه کې له لګښتونو زيان ليده خو اوس ورځ تر بلې يې عوايد لوړېږي، خودکفا کېږي او د عوايدو د ورکړې جوګه کېږي.

نوموړی وايي: ((د جلال اباد – تورخم لويې لارې نه پخوا طالبانو تقريباً دوه نيم ميليارده افغانۍ هغه کوم اټکل چې موږ کړی، نو شاوخوا ۱۳ يا هم ۱۴ ميليونه ډالر کېږي چې د کال به طالبانو له دې ساحې او فارمونو ترلاسه کول.))

په همدې حال کې د ننګرهار د کانال رييس پروېز علي پژواک ته وويل چې د کانال د بيارغونې او پراختيا لپاره يې ګڼ پروګرامونه پلان کړي چې عوايد به يې څو چنده زيات کړي.

هغه زياته کړه، همدا اوس هم د ثمرخېلو په فارمونو کې د يو ميليون په اندازه تخمونه کرل کېږي چې ستريس، زیتون او نور نیالګي به توليد او د فارم په خالي شوو ځايونو کې به له سره باغونه ورغول شي.

د نوموړي په وينا، پر دې سربېره د ننګرهار د خرما حاصلات هم د تېر کال په پرتله دوه چنده شوي او ترڅنګ يې د زيتونو د پروسس فابريکې ته نوي وسايل انتقال شوي چې ورسره به د يادې فابريکې کارونه هم ګړندي او عايد لوړ شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري پژواک سره خبرو کې وويل چې د پخوا په پرتله اوس د کانال ادارې کارونه چټک شوي خو د لا پراختیا لپاره يې بايد د دې ادارې بودجه زياته او د کارونو د ترسره کېدو لپاره ورته بايد د مسلکي پرسونل په ورکړه کې اقدام وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.