خوست ښار (پژواک، ٥ لړم ۹۸): د خوست اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولايت کې د باچا خان نړيوال پوهنتون جوړولو خبره څو کاله مخکې شوې وه، خو تر اوسه يې هېڅ کار نه دى پيل شوى او له ځنډ سره مخ دي.
خو د دغه پوهنتون د کارونو لپاره جوړ شوى کمېسيون وايي چې تر ډېره بريده يې لومړني کارونه ترسره شوي او ډېر ژر به يې پاتې کارونه هم پيل شي.
د دغه پوهنتون جوړولو خبرې څلور کاله پخوا کېدې، خو ولسمشر اشرف غنې د ١٣٩٧ لمريز کال د لړم په درېيمه د یاد پوهنتون لپاره د ماليې د سرپرست وزير همايون قيومي په مشرۍ د يوه کمېسيون جوړولو حکم ورکړى و.
په حکم کې راغلي وو چې د کمېسيون غړي دې خوست ولايت ته سفر وکړي او په دوو کلونو کې د پوهنتون د چارو بشپړولو په اړه دې خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.
خو اوس د خوست خلک وايي، شاوخوا درې کاله کېږي چې مرکزي حکومت په خوست کې د باچاخان نړيوال پوهنتون جوړولو خبره کوي، خو تر دې دمه په عمل کې هېڅ هم نه ترسترګو کېږي.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي محمداشرف پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر او پلويانو يې د باچا خان د پوهنتون له نومه يواځې د کمپاين لپاره ګټه واخيسته.
نوموړی وايي که دوی رښتيا د پوهنتون جوړولو پلان درلودای، نو د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې به يې که نور څه نه وای کړي، ځای خو به يې ورته مشخص کړی و.
د زبيراحمد په نوم د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې تر اوسه په عمل کې د ياد پوهنتون په اړه هېڅ هم نه دي شوي.
نوموړی زياتوي، ښه دا ده چې د باچا خان پوهنتون پر ځای د خوست شيخ زايد پوهنتون پر معياري کېدو باندې کار وشي.
دی وايي: ((د باچا خان پوهنتون لپاره چې دوی کوم پلان وړاندې کوي، هغه په لسو کلونو کې هم نه تطبيقېږي او نه په کې څوک زده کړې کولی شي؛ ځکه د هغه لپاره ډېره ځمکه او ِغټه بودجه په کار ده.))
د دغه ولايت يوه مدني فعال سپين روان نورزي بيا پژواک ته وويل، که رښتيا هم په دغه ولايت کې د باچا خان نړيوال پوهنتون جوړېږي، نو دا د ټول هېواد لپاره د تعليم د پرمختګ په برخه کې يو لوی زيری دی.
خو نوموړی اندېښنه څرګندوي او وايي داسې نه چې باچا خان پوهنتون هم د نورو هغو پرمختيايي پروژو په قطار کې شامل شي چې هر ځل د ټاکنو پر مهال يې د ترسره کېدو ژمنه شوې، خو وروسته بيا هېرې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن