ښرنه (پژواک، ۵ لړم ۹۸): د پکتيکا د کليو پراختيا رياست مسوولين وايي چې د روان لمريز کال په اوږدو کې يې د بېلابېلو پروژو له لارې ٦٠زرو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې وه.
دوى وايي، په دې سره د يو شمېر هغو ځوانانو چې له قاچاقي لارو نورو هېوادونو تلل، د تګ مخه نيول شوې ده.
د دغه ولايت د کليو د بیارغونې او پراختيا رييس انجنير مومن له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ولسي تړون د بېلابېلو پروژو پلې کېدو پر مهال ٦٠زرو کسانو ته کاري زمينې برابرې شوې دي.
هغه زياته کړه، د ولسي تړون پروګرام له مخې اوسمهال د شاوخوا ١٣٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت ٤٠٠ پروژې تر کار لاندې دي چې د سيمو د اوسېدونکو له خوا وړانديز شوې وې.
مومن وايي، په دې پروژو کې د سړکونو جوړول، کانالونه، د پاکو اوبو رسول، استنادي دېوالونه، د ښوونځيو ودانۍ او ګڼې نورې پروژې شاملې دي.
د کليو پراختيا رييس وويل چې په کليوالي سيمو کې د بيارغونې ترڅنګ خلکو ته د کاري زمينو په پيدا کېدو سره نورو هېوادونو ته په قاچاقي توګه د ځوانانو د تګ مخه هم تر يوه بريده نيول شوې ده.
ده زياته کړه، په پلان کې لري چې د ولسي تړون پروګرام له مخې د دغه ولايت سرحدي ولسواليو لمريزه برېښنا فعاله کړي.
د ولايت د مرکز ښرنې د څپونو سيمې د کليوالي شورا غړي جمعه افغان پژواک ته وويل چې د ولسي تړون پروګرام د خلکو لپاره ګټورې پروژې پر مخ وړي.
هغه زياته کړه، پروژې په خپله خلکو وړانديز کړې وې او په پلې کېدو سره يې لسګونو کسانو ته کار هم پيدا شو.
د برمل ولسوالۍ د وزيرو قوم مشر صديق الله هم پژواک ته په خبرو کې وويل چې په تېرو نږدې دوو لسيزو کې سرحدي ولسواليو ته پاملرنه نه ده شوې.
هغه زياته کړه، که سرحدي ولسواليو ته برېښنا ورسېږي، دوی به د ژوند تر ټولو له مهم نعمت څخه برخمن شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن