ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کمېسیون نه دی توانېدلی په یوه میاشت کې د رایې ورکوونکو شمېر مشخص کړي

کمېسیون نه دی توانېدلی په یوه میاشت کې د رایې ورکوونکو شمېر مشخص کړي

author avatar
27 Oct 2019 - 18:42
کمېسیون نه دی توانېدلی په یوه میاشت کې د رایې ورکوونکو شمېر مشخص کړي
author avatar
27 Oct 2019 - 18:42

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٨): له ولسمشرۍ ټاکنو شاوخوا یوه میاشت تېرېږي خو د ټاکنو کمېسیون نه دی توانېدلی چې په یاده موده کې ان د رایې ورکوونکو شمېر مشخص کړي.

ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او خلکو په کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۵مه اعلان شي خو د ټاکنو کمېسیون په دغه کار نه دی توانېدلی او نن یې اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه ان د رایو ورکوونکو شمېر چې باید له ټاکنو ۴۸ ساعته وروسته اعلان وای نه دی مشخص شوی او په تړاو له ډېر توپیر سره بېلا بېلې شمېرې اعلان شوې دي.

د رایو سلګونه زره توپیر

ټاکنو کمېسیون له ټاکنو دوه ورځې وروسته د خپلو ولایتي ادارو د معلوماتو له مخې اعلان وکړ چې په اټکلي ډول دوه میلیونه ۶۹۵زره او ۸۹۰ کسانو رایې ورکړې دي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله تېره ورځ پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ټاکنو قانون او نافذه لوایحو د تعدیل پر اساس له یادو رایو څه کم ۷۰۰ زره تر ۹۰۰ زره رایې یې باوره ګڼل کېږي.

د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات وویل، شاوخوا یو میلیون او ۹۳۲ زره او ۶۷۳ بایومتریک شوې رایې د تصفیې او تجزیې لپاره د کمېسیون مرکزي سرور ته لېږدول شوې دي.

د ده په خبره، د رایې ورکوونکو شمېر به د تکراري، هغه رایو چې انځور یې له انځور اخیستل شوی، هغه رایو چې تکراري ګوتې په کې لیدل کېږي، هغه رایو چې تر ټاکلي وخت مخکې او وروسته استعمال شوې تر تصفیې وروسته مشخص شي.

هغه وویل، د رایې ورکوونکو د شمېر د مشخصېدو موخه بایومټریک شوې رایې دي چې د تغییر وړ نه وي.

هغه زیاته کړه، د رایو د تصفیې چارې تر راتلونکې سه شنبې بشپړېږي او کمېسیون به له خلکو سره د رایو ورکوونکو شمېر شریک کړي.

هغه ومنله چې ټاکنو کمېسیون باید د رایې ورکوونکو شمېر له ټاکنو ۴۸ ساعته وروسته اعلان کړی وای خو دغه کار یې د مخابراتي شبکو د ستونزو سره امله ونشو کړای.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.