ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۱۷ سلنه لوړه شوې ده

د ننګرهار په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۱۷ سلنه لوړه شوې ده

author avatar
28 Oct 2019 - 15:13
د ننګرهار په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۱۷ سلنه لوړه شوې ده
author avatar
28 Oct 2019 - 15:13

جلال اباد (پژواک، ۶ لړم ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په ادارو کې د ښځو د کاري ونډې لپاره يې هلې ځلې ګړندۍ کړې او اوسمهال د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۱۷ سلنې ته پورته شوې ده.

چارواکو دا څرګندونې د لړم په شپږمه په ختيځ کې د يوناما په دفتر کې د ښځو ونډه په سوله او امنيت کې د ۲۰۱۹ کال د نړيوالې پرانيست ورځې په نمانځغونډه کې کړې دي.

په غونډه کې د ملګرو ملتونو استازو د يادې غونډې موخه ښځو ته په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، ستونزو اورېدو او حل لارو موندلو په موخه د معلوماتو او نظرونو راټولول په ګوته کړل.

غونډې ته د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل چې د سوله ييز چاپېريال رامنځته کېدو په موخه په امنيتي، حکومتدارۍ، پراختيايي، فکري او کلتوري تغیير برخه کې چارې ترسره کوي.

هغه وویل چې د سوله ييز چاپېريال په رامنځټه کېدو کې د نارينه او ښځينه وو ګډ رول ترسره کېدل مهم دي او زیاتوي چې په دې سره د فکري اختلافاتو له امله رامنځته شوې جګړه له منځه ځي او سوله يیز ماحول رامنځته کېږي.

ننګرهار والي وويل چې مېرمنو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې، اوس مهال شاوخوا ۱۷ سلنه مېرمنې په ادارو کې جذب شوې او ډاډ يې ورکړ چې په ټولو هغو برخو کې به چې مېرمنو ته د پرمختګ زمينه برابرېږي. ورسره مرسته او همکاري وکړي.

غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشرتابه د دفتر رييسې ډينيس ويلمن وويل چې په ۲۰۱۹ کال کې د دوی د خپاره شوي راپور پر اساس، د جګړې له امله څلوېښت سلنه قربانيان مېرمنې او ماشومان دي، له ښکېلو خواوو سره کار کوي  څو د دغو تلفاتو او قربانيو مخنيوی وشي.

دغه راز په ختيځ کې د ملګرو ملتونو مشرې ناهيد ابوعکر د خبرو پر مهال وويل، له يادې غونډې يې موخه ښځو ته په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کول، ستونزو اورېدو او حل لارو موندلو په موخه د معلوماتو او نظرياتو را ټولول دي.

په دې غونډه کې ګډونوالو د سولې روانې پروسې په اړه د ښځو پوهاوي، په نړيواله، سيمه ييزه، ملي او محلي کچه د سولې پروسه کې د ښځو ګډون، د سولې پر فرصتونو، د شخړو پر حل لارو او د سولې اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه وشول او نظريات شريک شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.