د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تېر يونيم کال ننګرهار کې نږدې ٤٠٠زره کسان په اسهالاتو اخته شوي

تېر يونيم کال ننګرهار کې نږدې ٤٠٠زره کسان په اسهالاتو اخته شوي

Oct 28, 2019 - 15:24

جلال اباد (پژواک، ۶ لړم ۹۸):  د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، تېر يونيم کال په دغه ولايت کې ۳۹۳زره کسان په اسهالاتو اخته شوي چې لويه ستونزه پاکوالي ته پام نه کول دي.

دوی وايي، که تر خوړو مخکې لاسونه پر صابون او پاکو اوبو پرې مينځل شي، د ناروغیو اتیا سلنه مخنیوی کوي.

روغتيايي مستوولينو دا څرګندونې د لړم په ۶مه په ننګرهار کې د لاس مينځلو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د مخنيوي او عامه پوهاوي برخې مشر ډاکټر عبدالرشيد وفا وايي، تېر يو نيم کال په دغه ولايت کې ۳۹۳زره او ۸۲۱ کسان د اسهال په بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.

د هغه په وينا: ((په تېر ۱۳۹۷ کال کې موږ په اسهالاتو د اخته کسانو ټوټل ارقام ۲۱۳زره او ۶۷۰ تنه ثبت کړي وو، د روان ۹۸ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۸۰زره او ۱۵۱ کسان موږ سره راجسټر شوي دي.))

دی وايي، په دغو اسهالاتو کې تر ټولو خطرناک يې د وینې اسهال و چې کله ناکله د انسان د مړينې لامل هم ګرځي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د حوزوي روغتون مشر ډاکتر عبدالشکور عظيمي ټينګار وکړ چې د دغو ناروغيو لوی لامل د پاکوالي نه مراعاتول دي او يوازې حفظ الصحې ته پاملرنه کولی شي چې د دغو ناروغيو مخنيوی وکړي.

هغه زياته کړه، له خوړلو وړاندې او تر رفع حاجت وروسته پر پاکو اوبو د لاسونو مينځل ۶۰سلنه د ناروغيو مخه نيسي او په صابون او پاکو اوبو مينځل يې ۸۰ سلنه مخنيوی کوي.

نوموړی پر کورنيو غږ کوي چې د خوړو ترڅنګ هره مياشت د صابون اخیستو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه له درملنې ځان ساتنه غوره کار دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement