ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې چاودنو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

غزني کې چاودنو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
28 Oct 2019 - 16:20
غزني کې چاودنو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
28 Oct 2019 - 16:20

غزني- کندوز (پژواک، ٦ لړم ٩٨): په غزني کې د دوو چاودنو له امله درې طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي، بلخوا طالبانو په کندوز کې د يوې خصوصي کېبلي شبکې پايه سوځولې او د هغې درې کارکوونکي يې له ځان سره بيولي دي.

د غزني د والي وياند د لړم په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت د دهيک ولسوالۍ د علم کلا په سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د يوه ماشوم په ګډون درې نور ټپيان شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د يوه ماشوم په ګډون درې نور ټپيان دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

د غزني د والي وياند وايي چې د اندړو ولسوالۍ د شيش خېل کلي په جومات کې دننه پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د نوري په وينا چې په دې پېښه کې جومات هم زيانمن شوى دى.

خو بل لور ته طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په اندړو ولسوالۍ کې دغه ډول پېښه نه ده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.