ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ۶۷زره جریبه دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې ده

په کندهار کې ۶۷زره جریبه دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې ده

author avatar
28 Oct 2019 - 12:13
په کندهار کې ۶۷زره جریبه دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې ده
author avatar
28 Oct 2019 - 12:13

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۹۸): په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۶۷زره جریبه دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې چې د چارواکو په وینا، د یو شمېر لویو او کوچنیو پروژو د پلې کېدو مخه یې نیولې ده.

ډېرې دغه ځمکې په تېرو کلونو کې د زورواکو او چارواکو له خوا غصب شوې چې بیا یې پر بې وزلو پلورلې دي.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي، د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه یې جدي کار پیل کړی او تر دې مهاله یې سلګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې او لسګونه غاصبان یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېرې ځمکې د کندهار ښار په نهمه ناحیه او اتو ولسوالیو کې غصب شوي دي.

د کندهار ښار د ۹مې ناحیې یوه اوسېدونکي محب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو څو لسیزو کې په دغه ساحه کې سلګونه جریبه ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې او بیا پر بې وسه او نادارو خلکو پلورل شوې ده.

هغه زیاته کړه، د تېرو څو کلونو په اوږدو کې خلکو له مجبورۍ او بې وسۍ دغه ځمکې اخیستي او د سرپناه لپاره یې ورباندې د خټو کورونه اباد کړي دي.

دی وايي: ((په دې سیمه کې هغو خلکو د ځانونو لپاره د خټو کورونه اباد کړي چې له کډوالۍ بیرته خپل وطن ته راستانه شوي او یا هم د کندهار له بېلابېلو ولسوالیو، هلمند او اروزګان څخه د جګړو له امله را کوچېدلي دي.))

خو نوموړی زیاتوي چې خلک په دې سیمه کې د اوسېدو لویه بیه ورکوي؛ ځکه ټول کورونه په بې پلانه جوړ شوي چې له امله یې سړکونو، د څښاک پاکو اوبو، پوهنې، روغتیا او نورو خدماتو ته لاسرسی نه لري.

دی یادونه کوي چې د کندهار ښار په ځینو برخو کې بیا زورواکانو هدیرې او نورې دولتي ځمکې هم غصب کړي چې ځانونو ته یې پرې دوکانونه، مارکېټونه او د ګټې وټې نور ځایونه اباد کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.