کابل (پژواک، ۶ لړم ۹۸): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکه له ریل ټایم سیستم سره ونښلول شوه چې له مخې به يې د دې شبکې د کريډت کارت لس سلنه محصول په انلاين بڼه ثبتېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي سرپرست وزير محمد فهیم هاشمي نن د تلې په شپږمه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وویل چې له شپږو میاشتو وروسته د ریل ټایم سیستم چمتو او د سلام مخابراتي شبکه ورسره ونښلول شوه.
ده وويل چې له دغه سيستم سره د سلام مخابراتي شبکې نښلول د لس سلنه مخابراتي لګښت ثبتولو په روڼوالي کې له دوى سره مرسته کوي.
دى وايي، هڅه کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې ټولې خصوصي مخابراتي شبکې له یاد سیستم سره ونښلول شي، ترڅو په دغه برخه کې د خلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي.
هاشمي وویل چې که کومه مخابراتي شبکه ځان له دغه سيستم سره وصل نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
په یاده غونډه کې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون مرستیال عباس ابراهیم زاده وویل چې خصوصي شرکتونه دې هم له یاد سیستم سره وصل شي، ترڅو د خلکو اندېښنې د لس سلنه کريډیت کارت ګرځولو کې له منځه لاړې شي او هېواد د خود کفايي پر لور روان شي.
هغه پر مخابراتي شبکو نيوکه وکړه چې په خپل سر په ځينو ولايتونو کې خپل فعاليتونه بندوي، نو د دغه کار په مقابل کې بايد جواز ترې واخيستل شي او څارنوالۍ ته معرفي شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن