شبرغان (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د جوزجان د ولایتي شورا یو غړی ادعا کوي چې د دغه ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو ۲۵ کسان وژل شوي او د یادې ولسوالۍ بالاحصار سیمه طالبانو نیولې ده، خو په جوزجان ولایت کې امنیتي سرچینې دغه پېښه نه مني.
د جوزجان د ولایتي شوار غړي مولوي عبدالرحمن حیات پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې د جوزجان د اقچې ولسوالۍ پر بالاحصار ساحه برید وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ سخته نښته پیل شوه.
هغه زیاته کړه چې په دې جګړه کې ۲۲ د ملي اردو سرتېري، دوه ولسي پاڅون کوونکي او یو ملي پولیس وژل شوي او د دې ولسوالۍ د بالاحصار سیمه هم د طالبانو لاس ته لوېدلې چې ټولې پوستې یې سوځولې او وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.
نوموړي وویل چې په دې نښته کې طالبان هم وژل شوي خو په اړه یې معلومات نه لري.
خو د جوزجان امنیه قوماندان سمونیار عبدالواحد وجدان پژواک ته وویل چې په بالاحصار سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې او اوس هم روانه ده.
نوموړي د طالبانو له خوا د بالاحصار نیول رد کړل او امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې هم معلومات ورنه کړل.
نوموړي زیاته کړه چې په دې جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دوی یې جسدونه له ساحي لېږدولي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردون ویاند جګړن رضا رضایي هم د دواړ خواوو ترمنځ نښته ومنله او ويې ویل چې د جګړې په يایله کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړي امنیتي ځواکونو او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.
خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته د یوه پیغام له لارې ادعا کړې چې د دې نښتې په پایله کې د ۲۷ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ یې د بالاحصار سیمه هم نیولې او د پوستو وسلې او مهمات یې هم له ځان سره وړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن