د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات اوسېدونکې: د سولې خبرو د بیا پیلېدو پر مهال دې د ښځو پر حقونو معامله نه کېږي

ښځې

آرشيف

د هرات اوسېدونکې: د سولې خبرو د بیا پیلېدو پر مهال دې د ښځو پر حقونو معامله نه کېږي

Oct 29, 2019 - 19:19

هرات (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د هرات یو شمېر اوسېدونکې د سولې خبرو بیا پیلېدو ته خوشحاله دي؛ خو وایي چې د سولې خبرو د بیا شروع کېدو په صورت کې دې د ښځو پر حقونو معامله نه کېږي.

په وروستیو څو ورځو کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د لوړپوړو چارواکو له سفرونو وروسته د طالبانو، امریکا او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیلېدو لپاره هڅې تر له بل هر وخت ډېرې شوې دي. 

په ورته وخت کې د هرات یو شمېر مېرمنې اندېښنه لري چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د دوی پر حقونو معامله ونه شي.

په هرات کې د ښځو د حقونو څو مدافع وکیلان ټینګار کوي چې که د سولې په خبرو کې د ښځو پر حقونو معامله وشي، نو پر دوی به یو ځل بیا د طالبانو توره دوره راشي.

په دې ولايت کې د ښځو د حقونو فعالې عزیزې خیراندېش پژواک خبري اژانس ته وویل:  «په دې ورځو کې د سولې خبرې ګرمې شوې دي، د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی، په ټوله کې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې له خطر سره مخامخ وینم او له دې امله ډېره اندېښنه لرم.»

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې الهې ساحل وویل: «خلک غواړي پوه شي چې که چېرته د سولې هوکړه وشي، د خلکو په ژوند به اغېز ولري که نه؟ دا ټولې هغه ستونزې دي چې خلک یې اندېښمن کړي چې نه دولت سم ځواب لري او نه هم د هغوی ملاتړي هېوادونه.»

همدارنګه د هرات یوشمېر اوسېدنکي وایي چې په ارامۍ کې ژوند کول یې حق دی، باید ښکېل لوري د ښځو حقونو ته احترام ولري.

هغوی په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي چې د ښځو او ځوانانو د حقونو په ساتلو دې د مذاکرې پر مېز خپلې ستونزې حل کړي.

د هرات یوه اوسېدونکي تواب مبارز پژواک ته وویل: «موږ د سولې په متن کې د قوي ځواک او جګړې د اصلي قربانیانو په حیث د ځوانانو او ښځو د پراخ ګډون غوښتونکي یو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو په ساتنه ټینګار وکړ.

د بشري حقونو د کمېسیون رییسې شهزاد اکبر ویلي، د سولې په خبرو کې به د ښځو پر حقونو او لاسته راوړنو معامله ونه شي.

نوموړي ښځې په افغانستان کې د جګړې اصلي قربانیانې وبللې او وویل: «د ښځو حقونه او ۱۸ کلنې لاسته راوړنې باید د سولې د خبرو په لړ کې سرې کرښې وي.»

بلخوا د هېواد سیاسي څېرې اسماعیل خان، له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «طالبان به د هغه حکومت یوه برخه وي چې د سولې له خبرو وروسته جوړېږي.»

اسماعیل خان زیاته کړه: «طالبان به د حکومت یوه برخه وي، خو کومه قوي برخه نه، نو ځکه اداره به د هغو طالبانو په لاس کې وي چې خپله نظريه پر خلکو ونه تپي؛ له همدې امله موږ هېڅ وخت د طالبانو دورې ته نه ګرځو، خلکو چې له دې مخکېې له طالبانو اندېښنې درلودې، هغه دورې ته نه ورګرځو.»

په همدې حال کې د هرات د والي مرستیال غلام داوود هاشمي، له پژواک سره په خبرو کې وویل: «د ځوانانو او ښځو رول مهم او له پامه نه غورځېدونکی دی، زموږ ځوانان او ښځې هغه کچې ته رسېدلي چې په سیاسي بهیر کې برخه واخي او له خپل حق او حقونو دفاع وکړي.»

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking