ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- مزار پر لویه لار نوې امنیتي پوستې جوړېږي

د کابل- مزار پر لویه لار نوې امنیتي پوستې جوړېږي

author avatar
29 Oct 2019 - 14:47
د کابل- مزار پر لویه لار نوې امنیتي پوستې جوړېږي
author avatar
29 Oct 2019 - 14:47

پلخمري (پژواک، ۷ لړم ۹۸): په بغلان کې د کابل- شمال  لویې لارې خوندیتوب په موخه نوې امنیتي  پوستې جوړېږي.

د بغلان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ویس صمیمي د لړم په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل- مزار لویې لارې د خوندیتوب په موخه غواړي د بغلان اړوند برخو کې څو امنیتي پوستې چې له طالبانو سره د جګړې پر مهال تخریب شوې، بیا جوړې کړي.

هغه زیاته کړه چې پولیسو په بغلان کې له طالبانو سره جګړو کې د تخریب شوو امنیتي پوستو د بیارغولو ترڅنګ په نوو امنیتي پوستو کې د تازه دمو سرتېرو د ځای پر ځای کولو کار پیل کړی دی.

صمیمي وايي، په بغلان کې د کابل- مزار لویې لارې د لا ښه امنیت لپاره یې د ډنډغوري او کیله ګي سیمو په نا امنو ساحو کې د سترو امنیتي پوستو جوړولو چارې پیل کړې چې د تازه دمو سرتېرو د ځای پرځای کولو سره به د لارې امنیت ډاډمن شي.

صمیمي د جوړېدونکو امنیتي پوستو شمېر ونه ښوده خو زیاته یې کړه، په هرې هغه سیمه کې چې امنیتي  ګواښ زیات وي، نوې پوستې جوړوي او تازه دمي سرتېري به په کې ځای پر ځای کړي.

د پلخمري- مزار لین يو موټر چلوونکی بشیر وايي چې د کابل- مزار لویه لار د بغلان په ډنډغوري سیمه کې تر بل هر وخت ډېره ناامنه شوې چې له امله یې ډېر وخت کېږي چې ده له ماښام وروسته  پر دې لاره سفرنه دی کړی.

دی وايي، په ډنډغوري کې د طالبانو له خوا په سوځول شوو امنیتي پوستو کې چې شمېر یې تر لسو اوړي، د امنیتي ځواکونو د بیا ځای پر ځای کېدل به تر ډېره د موټر چلوونکو او مسافرو امنیتي ستونزې حل کړي.

د تېلو ټانکر چلوونکی عبدالستار وايي، د مزار- کابل لویه لار تر بل هر وخت اوس د مسافرو لپاره  ناامنه ده او زیاتوي چې په ډنډغوري کې د طالبانو له خوا د تېلو ټانکرونو سوځېدو وروستۍ پېښو کې دوی ډېر زیان لیدلی دی.

دی وايي، که د دې لارې امنیت خوندي نه شي د تېلو سوداګر نه شي کولای خپل کار ته پر دغې لارې دوام ورکړي.

په بغلان کې د شمال پر لويه لاره په داسې حال کې نوې امنیتي پوستې جوړېږي چې په دغه ولایت کې  لارې تر بل هر وخت ډېرې ناامنه شوې دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.