ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې جګړه د پاکستاني ملېشو په غوښتنه درېدلې

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې جګړه د پاکستاني ملېشو په غوښتنه درېدلې

author avatar
29 Oct 2019 - 18:15
د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې جګړه د پاکستاني ملېشو په غوښتنه درېدلې
author avatar
29 Oct 2019 - 18:15

اسعداباد (پژواک، ٧ لړم ٩٨): امنيتي مسوولين وايي، د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ډیورنډ پر کرښه د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ پیل شوې جګړه نن د پاکستاني ملېشو په غوښتنه درېدلې ده.

د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ٥مه) د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې د پاکستاني ملېشو او افغان ځواکونو ترمنځ وروسته له هغه نښتې پيل شوې چې پاکستاني لوري غوښتل د ډیورنډفرضي کرښې دې غاړې ته نظامي تاسیسات جوړ کړي، چې د سیمې د اوسېدونکو او افغان ملي او دفاعي  ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.

په ختیځ کې د پوله ساتونکو ځواکونو د لوا قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسن خېل، پژواک خبري اژانس ته وويل، جګړه وړمه ورځ د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې وروسته له هغه پيل شوه چې پاکستاني لوري غوښتل د کرښې دې غاړې افغان خاوره کې نوي نظامي تاسیسات جوړ کړي.

ده زیاته کړه: "پاکستاني لوري سره مو د بیرغ غونډۍ په نوم څو وارې ناستې وکړې او ورته مو وویل چې په صفري نقطه کې باید ناقانونه کړنې ترسره نه شي، خو پاکستانۍ خوا زموږ پر خبرو قناعت ونه کړ او د دوکلام په سیمه کې يې زموږ پر خاوره نظامي تاسیساتو جوړولو ته ادامه ورکړه چې زموږ د صبر کاسه نسکوره شوه او په جګړه مو ورسره لاس پورې کړ."

د هغه په وينا، د پاکستاني ملېشو په غوښتنه يې اوس جګړه درولې ده.

حسين خېل وايي، له پاکستانۍ غاړې یې په صفري نقطه کې تاسیسات او پوستې هم نیولي او په مقابل بریدونو کې یې د پاکستانیو ملېشو د وسلو یوه ډېپو هم له منځه وړې ده.

 د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، په دغې نښته کې يې شپاړس پاکستاني عسکر وژلي دي او افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

خو ده زياته کړه، د پاکستان  ملېشو د ناړۍ ولسوالۍ پر کلیو د توپچي بریدونه وکړل چې درې مېرمنې په کې وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون څلور نور يې ټپیان کړي دي.

د هغه په خبره، همدارنګه سلګونه کورنۍ د همدغو بریدونو له امله بې کوره شوي او امن سیمو ته تللي چې د ولایتي ادارې له خوا ورسره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.

ميرزکوال وويل، نن اوربند وشو، خو افغان ملي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې د ساتنې په خاطر د خلکو په ملاتړ په سنګرونو کې ګوته په ماشه ناست دي.

د ولایتي شورا غړی او د ناړۍ اوسېدونکی ملک شیرزمین وایي، نه یواځې افغان امنیتي ځواکونو مېړانه وښوده، بلکې د سیمې اوسېدونکو هم د خپلې خاورې د دفاع په موخه د جګړې لومړۍ کرښه کې د خپلو امنیتي او دفاعې ځواکونو ننګه او ملاتړ وکړ.

دى زياتوي، هیڅکله به د سیمې اوسېدونکي پاکستاني ملېشو ته اجازه ورنه کړي چې په افغان خاوره کې خپل نظامي تاسیسات جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.