ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

author avatar
29 Oct 2019 - 13:56
سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي
author avatar
29 Oct 2019 - 13:56

 

ایبک (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او یو بل ټپی شوی دی.

د دره صوف پایین ولسوالۍ سرپرست او اجرایه امر انجنیر قربان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا  نهه بجې د یادې ولسوالۍ په بلوچ سیمه کې رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د دې ولسوالۍ د سادات کلي د پراختیايي شورا رییس سید احرار ترڅنګ دوه ښځې او څلور سړي شامل دي.

د هغه په وینا، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د سید احرار موټر د بلخ ولایت له مرکزه د دره صوف پایین ولسوالۍ په لور د حرکت په حال کې و چې له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې تلې میاشتې په ۱۳مه د سمنګان په مرکز کې د یوې ترفیکي پېښې په له امله د سرپل د امنیې قوماندانۍ د امنیت د امر عبدالصبور ثبات په ګډون شپږ کسان ووژل شول او ۱۱ نور ټپيان وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.