ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: د سولې خبرو له پیلېدو مخکې طالبان باید یوه میاشت اوربند اعلان کړي

محب: د سولې خبرو له پیلېدو مخکې طالبان باید یوه میاشت اوربند اعلان کړي

author avatar
29 Oct 2019 - 18:08
محب: د سولې خبرو له پیلېدو مخکې طالبان باید یوه میاشت اوربند اعلان کړي
author avatar
29 Oct 2019 - 18:08

کابل(پژواک، ۷ لړم ۹۸): د افغانستان د ملي امنیت ریاست سلاکار وايي چې د طالبانو د بې اتفاقۍ له امله د دې ډلې یو شمېر قوماندانان له داعش سره یو ځای شوي او له همدې امله افغان دولت دا ځل له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره اوربند مخکې شرط لري.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب نن سه شنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له دې وړاندې حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو د ترسره کېدو لپاره مخکې شرط نه درلود، خو داچې طالبان په خپل منځ کې یووالی نه لري نو یوه ماشت اوربند له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو لپاره مخکې شرط دی.

نوموړي د طالبانو د یوه قوماندان ملا ذاکر نوم واخیست چې له داعش ډلې سره یوځای شوی دی.

محب وویل: ((که دغه معلومات سم وي نو دا په دې معنا ده چې طالبان امتیاز اخلي خو جګړه به همدغه ډول دوام ولري.))

نوموړي ددې په روښانولو چې افغان حکومت له نورو هېوادونو او استخباراتي شبکو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کېدو غوښتنه کوي وویل: ((طالبان باید دغه اړیکه واضح کړي او یو میاشتنی اوربند ومني، څو معلوم شي چې طالبانو د بې دفاع خلکو له وژنو او وینه تویولو لاس اخیستی دی.))

ددغه لوړ پوړي افغان چارواکي په خبره، څو چې پاکستان د طالبانو له ملاتړ لاس وانخلي د سولې خبرې به پایله ونه لري.

نوموړي په دې په ټنګار چې سوله باید دوامداره او باثباته وي اندېښنه څرګنده کړه چې طالبانو تر اوسه له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه افغانانو ته جزیيات نه دي ورکړي.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار طالبان د نشه توکو په قاچاق کې ښکېل وبلل او ویې ویل: ((طالبان له دې لارې عاید ترلاسه کوي او دغه ناروا کار ته دوام ورکوي، دغه ډله باید د نشه يي توکو د قاچاق او جرمي شبکو سره د خپلو اړیکو په اړه هم وضاحت ورکړي.))

محب د خپلو خبرو په یوه برخه کې د طالبانو جګړه عقیدوي نه، بلکې ددې ډلې د شخصي ګټو د دوام لپاره وبلله او زیاته یې کړه، ځینې کسان په بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې د طالبانو د ډلې د غړیتوب له نوم څخه په استفاده د هېواد د کانونو پر سر له یو بل سره جګړه کوي، دوی په قاچاق کې لاس لري.

نوموړي د ولسمشر د سولې د اووه مرحله یي پروګرام طرحې ته په اشاره وویل، افغان حکومت د سولې لپاره یوه جامع طرحه وړاندې کړې او عملي کېدو ته یې تیاری لري.

هغه زیاته کړه: ((موږ په دې اړه په نړیواله اجماع کار کوو، اووه ماده یي طرحه لرو او عملي کېدل یې اړین او حتمي دي.))

بلخو د ملي امنیت سلاکار د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر ته هم اشاره درلوده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.