کابل (پژواک،۷لړم۹۸): د کابل د ريشخوروپه سیمه کې د شيدو د پروسس فابریکې جوړېدو چارې د ۳.۳ میليونو ډالرو په لګښت پیل شوې چې په کې د فابریکې ودانیزې چارې او نور تجهیزات هم شامل دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، نن سه شنبه د یادې فابریکې بنسټ ډبره د دغه وزارت د وزیر نصیر احمد دراني له خوا کېښودل شوه.
نوموړي په دې اړه جوړه شې غونډه کې ویلي: "دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ زره لیټره شيدو د پروسس وړتیا لرِي، چې په اووه ډوله کیفیت لرونکې شيدې، مستې، تروې، قیماق، چکه، کوچ او پنیر تولیدوي"
خبرپاڼه د دراني له خولې لیکي، دغې فابریکې ته له پروان، لوګر او کابل ولایتونو څخه د مالدارانو اضافي شيدې راټولیږي او له پروسس وروسته له ښه کیفیت سره بازار ته وړاندې کېږي.
د کرني وزیر وايي، د دې فابریکې له جوړېدو سره هېواد ته د لبنیاتو واردات کمیږي او له اقتصادي وضیعت سره مرسته کولی شي.
هغه زیاته کړې، دغه فابریکه د پراختیا نړیوال صندوق (IFAD) په مالي مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) له خوا جوړیږي چې اته زره مالدارو کورنیو او څه باندې ۱۵۰ کسانو ته په کې دایمي دندې پیدا کېږي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، په افغانستان کې "په منځنۍ کچه د کال ۱۳۹ زره مټریک ټنه د غوا غوښه او یو میلیون او ۹۵۲ زره او ۱۹۵ ټنه شيدې تولید او مصرفیږي."
د کرنۍ وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې تر اوسه هېڅ دا ډول د شيدو پروسس فابریکه نه وه، خو له دې وړاندې ځینې کوچنۍ او متوسطې فابریکې موجودې وې، خو اړتیا یې نه شوه پوره کولای.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن