خوست ښار (پژواک، ۸ لړم ۹۸): په خوست ولايت کې د ۸۶ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې په برخه کې د دريېو پروژو کارونه پيل شول.
دغه پروژې چې د حرفوي زده کړو مرکز، د ګلان په کمپ کې د وزيرستاني ګډوالو لپاره د يو ښوونخي او د خوست د کډوالو چارو رياست د ودانۍ جوړول شامل دي.
د خوست والي محمد حليم فدايي وايي، دا پروژې چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي لګښت پلې کېږي، چارې به يې په يونيم کال کې بشپړې شي.
هغه د لړم په ٨ مه د دغو پروژو د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، د حرفوي زده کړو لپاره جوړېدونکي ودانۍ په يو وخت د پنځه سوه کسانو ځايولو ظرفيت لري.
فدايي زياتوي، نوموړی مرکز چې شل بېلابېلې حرفې لري، د بې روزګارۍ په له منځه وړو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې به اغېزناک تمام شي.
ورته مهال په دغه ولايت کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ولايتي دفتر يو مسوول جنت ګل توتاخېل وايي، دوی تل له اړمنو کورنيو سره پر وخت مرسته کوي، خو اوس دغه کار افغان دولت پر غاړه اخيستی.
د نوموړي په وينا، د دې لپاره چې دولت دغه کار په ښه ډول سرته ورسوي، هڅه يې دا ده چې په دې برخه کې د اړوندو دولتي ادارو کاري وړتياوې لوړې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن