ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ پولیسو په دغه ولایت کې ٥٠٠ بې اسناده موټرسايکل درولي

د بلخ پولیسو په دغه ولایت کې ٥٠٠ بې اسناده موټرسايکل درولي

author avatar
30 Oct 2019 - 18:29
د بلخ پولیسو په دغه ولایت کې ٥٠٠ بې اسناده موټرسايکل درولي
author avatar
30 Oct 2019 - 18:29

مزارشريف (پژواک، ٨ لړم ٩٨): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې ځیني مدني فعالان د دغه ښار د امنیتي وضعیت په تړاو راټول شوي وو او د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ یې غوښتنه وکړه چې په ښار کې دې د ناقانونه وسلو راټولو لړۍ دوام وکړي.

د  بلخ مدني فعال سید محمد یزدان پرست د ملي پولیسو وروستۍ هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د غیر قانوني وسلو او موترسایکلونو راټولول باید دوام ولري.

نوموړي زياته کړه چې په مزارشریف ښار کې د ښه امنیت راوستو په تړاو باید امنیتي کامرې ولګول شي څو په دې توګه جنایي پېښې راکمې شي.

هغه د مزارشریف ښار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

بل مدني فعال قاري میر رویین انصاري هم په بلخ کې د ملي پولیسو کم تشکیل اساسي ستونزه وبلله او له کورنیو چارو وزارته یې وغوښتل څو دا ستونزه حل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستیو کې په مزارشریف ښار کې جنایي پېښې زیاتې شوې چې په وینا یې، د خلکو ورځنی ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د هغه په وينا، خلک له افغان ځواکونو ملاتړ کوي او حکومت باید قانون پر ټولو یو شان پلی کړي.

د بلخ امنیه قوماندان سمونوال اجمل فایز وایي چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې یې تر دې مهاله ٥٠٠ غیر قانوني موټرسایکل نیولي دي .

نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به د امنیتي وضعیت په تړاو شته ستونزې حل شي.

د هغه په وينا، خلک دې د امنیت راوستو په برخه کې له دوی سره لا ډېره مرسته وکړي.

فایز وايي چې اوس مهال د بلخ په شپږو ولسوالیو شورتیپه، چهاربولک، چمتال، شولګره، زاري، او کشنده کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات روان دي چې په خبره یې په دې سره د مزار- شبرغان د لویو لارې امنیت هم خوندي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې امنیتي چارواکو په ښار کې د امنیت راوستو په پار د غیر قانوني وسلو او موټرسایکلونو ټولولو په موخه کمپاین پیل کړی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.