ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېښنا شرکت: د کابل برېښنا پرې شوی مزی به نن تر ماښامه وتړل شي

برېښنا شرکت: د کابل برېښنا پرې شوی مزی به نن تر ماښامه وتړل شي

author avatar
30 Oct 2019 - 12:02
برېښنا شرکت: د کابل برېښنا پرې شوی مزی به نن تر ماښامه وتړل شي
author avatar
30 Oct 2019 - 12:02

کابل (پژواک، ۸ لړم ۹۸): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، نن تر ماښامه  به په سوېلي سالنګ کې کابل ته د برېښنا غځېدلي موقت لین پر ځای دایمي لین وتړل او په کابل کې به د برېښنا ستونزه حل شي.

د راپورونو له مخې، د تلې په ‎۱۷مه په جنوبي سالنګ کې د برېښنا ستنه پر ماین والوځول شوه چې له امله یې د کابل او لسو نورو ولایتونو برېښنا پرې شوه، خو هلته د برېښنا مزی په موقت ډول وتړل شو.

د کابل برېښنا لپاره له همدغه مؤقت تړل شوي مزي کار اخیستل کېده، خو په دې وروستیو درېیو ورځو کې په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او ډېری کورنۍ یواځې د شپې له شاوخوا لس بجې تر سهاره برېښنا لري.

خو د افغانستان برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو ورځو کې د یاد شرکت کارکوونکي د ویجاړو پایو پر جوړولو بوخت وو.

هغه وویل، نن تر ماښامه به برېښنا له موقت نه دایمي لین ته وصل او په کابل کې به د برېښنا ستونزه لرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم څو ځلې وسله والو کابل ته د برېښنا د غځېدلی مزي ستنې په بغلان ولایت کې هم الوځولې وې.

ځیني کابل ښاریان وایي چې پرته له دې هم په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوي د پخوا په پرتله ډېره دع.

هغوی وایي چې پخوا به یواځې په ژمي کې دغه پرچاوي دېره وه، خو اوس په اوړي کې شتون لري.

د کابل ښار د میرویس میدان سیمې اوسېدونکي پژواک خبرې اژانس ته وویل: «پخوا به ژمی پرچاوي ډېره وه، خو اوس په اوړي کې هم هره ورځ نیمه ورځ برق نه لرو، حکومت لاپي کوي خو په شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې یې ونه شو کړای  یوازې د کابل د برېښنا ستونزه حل کړي.»

د ارزان قیمت سيمې اوسېدونکی فرهاد کریمي هم وایي چې له دوو میاشتو راهیسې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده. هغه زیاتوي: «په ۲۴ ساعتونو کې لس ساعته هم برېښنا نه وي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.