د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بغلان له مرکزه د جګړو له امله زرګونه کورنۍ کډه شوې دي

د بغلان له مرکزه د جګړو له امله زرګونه کورنۍ کډه شوې دي

Oct 30, 2019 - 15:39

پلخمري (پژواک، ۸ لړم ۹۸): د بغلان د مرکز پلخمري په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين سيمو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې له امله زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته ګډه شوې او دا مهال جدي مرستو ته اړتيا لري.

د بې ځايه شوو کډوالو استازي نن د اعتراض په توګه د پلخمري ښار د پنځمې ناحيې مخې ته راټول شوي وو.

د دوى په استازيتوب د ډنډ شهاب الدین د اکاخېلو کلي اوسېدونکي ثمرګل  پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کلي کې یې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې وشوې.

هغه وايي: ((يواځې زموږ د کلي نه درې سوه کورنۍ نورو ځايونو ته کډه شوې دي.))

ده وويل چې د پنځو کورنيو ښځې او ماشومان په يوه خونه کې ژوند کوي، د کور ټول وسايل ترې په کلي کې پاتې دي او د خوراک او څښاک په برخه کې هم ستونزې لري.

هغه زياته کړه: ((ژمى را ورسېده موږ هېڅ هم نه لرو، حکومت بايد له موږ سره کومک وکړي.))

په دې اړه د بغلان مدني تولنې اجرائيوي مشر عبدالکبير احمدزي پژواک ته وويل چې په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې له ټول بغلانه شاوخوا ٣٠زره کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوې دي.

ده وويل چې دغه کډوال په سختو ستونزو کې دي خو حکومتي مسوولين د تېر په څېر يواځې ژمنې کوي او له کډوالو سره مرستې نه کوي.

د يادو کډوالو په اړه د پلخمري ښار د پنځمې ناحيې امر اخترمحمد عمري پژواک ته  وويل چې په ډنډغوري او ډنډشهاب الدين سيمو کې د جګړو له امله پنځه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

ده وويل: ((ځيني يې په دښتو او ځينو خپلوانو کره پراته دي، تر اوسه ورسره مرستې هم نه دي شوې، هوا په سړېدو ده، بايد ژر ورسره مرستې وشي.))

د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د کډوالو چارو رييس شريف الله شفق پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله شاوخوا څلور زره کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

شفق وايي: ((يو شمېر تقلب کوونکي کسان غواړي چې ځانونه د کډوالو په ډله کې ګډ کړي څو مرستې واخلي.))

خو دى وايي چې له سروې وروسته به يواځې له بېځايه شوو کورنيو سره مرستې ترسره شي.

د بغلان د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو مياشتو کې په دغه ولايت کې له دوه زره بېځايه شوو کورنيو سره مرستې ترسره شوې دي.

د يادونې ده، له ولسمشرۍ ټاکنو څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د بغلان پر مرکز پلخمري ښار ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan