جلال اباد (پژواک، ۸ لړم ۹۸): د نورستان ولايت چارواکي وايي، شاوخوا لس کاله وړاندې د ۱۴ ښوونځيو چارې نيمګړې پاتې دي چې پيسې يې ټولې ايستل شوې او کارونه يې سرته نه دي رسول شوي.
دوى زياتوي، په دغه ولايت کې د ۲۱۴ بابه ښوونځيو له ډلې ۷۴ سلنه یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د نورستان د پوهنې رييس محمد امين حماد د لړم په ۸مه پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې ټولټال ۲۱۴ ښوونځي دي چې له دې ډلې ۱۰۳ لومړني، ۸۴ منځني او ۲۸ بابه لېسې دي.
د هغه په وينا، په يادو ښوونځيو کې ۳۸ د نجونو ځانګړي ښوونځي او دغه راز د ابتدائيه ښوونځيو ډېر هغه يې د نجونو او هلکانو ګډ ښوونځي دي.
د پوهنې رييس په وينا، د دغو ښوونځيو له ډلې يوازې پنځه پنځوس يې ودانۍ لري او پاتې ۷۴ سلنه يې ودانۍ نه لري.
ده وويل، اوس د اقراء برنامې له لارې د ۴۰ ښوونځيو ودانۍ تر جوړېدو لاندې دي چې د ځينو هغو کارونه يې تر څلوېښت سلنه بشپړ شوي دي.
حماد دا هم وايي چې په راتلونکو دوو کلونو کې د اقراء برنامې له لارې ۱۵۱ نورو ښوونځيو ته هم ودانۍ رغول کېږي.
نوموړي زياته کړه، شاوخوا لس کاله وړاندې په دغه ولايت کې د ۱۴ ښوونځيو د ودانيو په نوم پيسې د پوهنې له وزارت ايستل شوې خو کارونه يې هماغه وخت تر اوسه نيمګړي پاتې دي.
د حماد د معلوماتو له مخې، په نورستان کې ټول شاوخوا ۴۰زره او ۲۴۵زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۱۷زره يې نجونې دي.
په ورته وخت کې د نورستان والي حافظ عبدالقيوم هم مني چې په دغه ولايت کې شاوخوا لس کاله وړاندې د ۱۴ ښوونځيو کارونه نيم کاره پاتې دي.
خو د هغه په وينا، ياده موضوع يې په بېلابېلو وختونو کې د پوهنې له وزارت سره شريکه کړې او هغوی هم د کورنيو چارو له وزارته د قراردادي د نيولو په هڅه کې دي.
نوموړی وايي، په دغه ولايت کې د ښوونځیو د جوړېدو په تازه لړۍ کې د همدې ستونزې د حل لپاره ولس ته د نظارت واک ورکړی چې د کار تر تکميلېدو وړاندې قرارداديانو ته پيسې نه ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن