ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د دوو پاکستاني وګړو په ګډون ۱۳  وسله وال نیول شوي

په کندهار کې د دوو پاکستاني وګړو په ګډون ۱۳ وسله وال نیول شوي

author avatar
30 Oct 2019 - 17:52
په کندهار کې د دوو پاکستاني وګړو په ګډون ۱۳  وسله وال نیول شوي
author avatar
30 Oct 2019 - 17:52

کندهار (پژواک، ۸ لړم ۹۸): پولیسو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د دوو پاکستاني وګړو په ګډون ۱۳ وسله وال نیولي دي.

نیول شوي کسان نن د کندهار په امنیې قوماندانۍ کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وښودل شول چې پر خپلو جرمونو یې اعترافات لرل.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پولیسو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د کشفي او اوپراتیفي معلوماتو پر بنسټ یوه ۱۳ کسیزه ډله نیولې چې وسله وال فعالیتونه یې کول.

هغه زیاته کړه، په نیول شوو کې پنځه غلچکي بریدګر دي چې په ښار او ولسوالیو کې یې دولتي مامورین او نظامي مسوولین په نښه کول، دغه راز درې ماین خښوونکي، درې جنګي طالبان او دوه یې پاکستاني وګړي دي.

دی وايي، د مسري جان او محمد عبدالله په نومونو پاکستاني اتباع دغه ولایت ته د جاسوسۍ او له وسله والو سره د مرستې لپاره راغلي وو.

هغه زیاته کړه، د محمد عبدالله په نوم د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی په میوند ولسوالۍ کې نیول شوی چې له وسله والو طالبانو سره یې د ماینونو د انجنیر په توګه کار کاوه.

د ده په خبره، بل ګس مسري جان دی چې د پاکستاني پولیسو غړی دی او سپين بولدک ته د جاسوسۍ لپاره راغلی و.

بارکزی وايي، له دوی سره یوه اندازه وسلې هم نیول شوې او دوسیې یې څارنوالۍ ته استول شوې دي.

په خپله محمد عبدالله چې د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی دی وايي: ((زه له ای اېس ای سره کار کوم، درې میاشتې یې په کوېټه کې ټرېننګ راکړ، بیا یې د درېیو میاشتو لپاره کراچۍ ته واستولم، وروسته یې افغانستان ته د معلوماتو ټولولو لپاره راولېږلم خو لس ورځې وروسته ونیول شوم او ناکام شوم.))

د یادونې ده، له دې وړاندې هم په وار وار په کندهار کې پاکستاني وګړي د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.