ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې اوو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندوز کې اوو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
30 Oct 2019 - 12:11
کندوز کې اوو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
30 Oct 2019 - 12:11

کندوز ښار (پژواک، ٨ لړم ٩٨): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله پنځه پوليس وژل شوي، دوه ټپيان دي او اته نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچينې د لړم په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د وسله والو طالبانو سرې قطعې د ولسوالۍ بازار اړوند د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي، دوه  ټپيان دي او اته نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

ده زياته کړه: ((طالبانو د دغو پوليسو يو رينجر موټر او نور د پوستې ټول وسايل او تجهيزات هم وړي دي.))

سرچينه وايي چې د بيول شوو پوليسو د خلاصون په موخه به ډېر ژر عمليات ترسره شي.

دغه راز د خان اباد د بازار اوسېدونکي خالد پژواک ته وويل چې دغه پوسته د لويې لارې د امنيت ساتلو په موخه دلته جوړه شوې وه.

ده وويل: ((طالبانو بېګاه پرې حمله وکړه، پوسته يې خرابه کړې، څه پوليس يې وژلي او څه نور يې له ځان سره بيولي دي.))

د کندوز امنيتي مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه او ويې ويل چې دغه موضوع دا مهال تر څېړنو لاندې ده نو نه غواړي چې په اړه يې معلومات ورکړي.

بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د خان اباد ولسوالۍ په اختر تپه سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې یې پنځه پوليس وژل شوي او اته نور ژوندي نيول شوي دي.

دى وايي چې په دې جګړه کې دوه پيکاوې، يو راکټ، دوه نارنجک، اووه کلاشينکوفونه او ډېر نور مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.