ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې له ٤٠زره سرطاني ناروغانو ٢٤٠٠ یې د تي په سرطان اخته دي

په افغانستان کې له ٤٠زره سرطاني ناروغانو ٢٤٠٠ یې د تي په سرطان اخته دي

author avatar
31 Oct 2019 - 15:48
په افغانستان کې له ٤٠زره سرطاني ناروغانو ٢٤٠٠ یې د تي په سرطان اخته دي
author avatar
31 Oct 2019 - 15:48

کابل (پژواک، ۹ لړم ۹۸): د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې نږدې ۴۰زره کسان په سرطاني ناروغيو اخته دي او سږ کال څه باندې ۱۰زره ناروغان روغتونونو ته تللي چې څه باندې ۲۴۰۰ تنه يې د تيو په سرطان اخته دي.

د عامې ورغتيا وزارت د غير ساري ناروغيو د کنټرول رياست مشر ډاکتر سيد حبيب اروال د لړم په ٩مه په کابل کې د تيو سرطان د عامه پوهاوي په جوړه شوې ناسته کې وويل، له قلبي ناروغو وروسته د انسانانو د مړينې ډېره کچه د سرطاني ناروغيو له امله ده.

هغه زياتوي: "د سرطاني ناروغيو ۳۰ سلنه لامل د تنباکو استعمال دی چې له بده مرغه موږ په افغانستان کې تر ۴۰زره داسې ناروغان لرو چې په سرطاني ناروغيو اخته دي."

د ده د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال کې په افغانستان کې درې زره مېرمنې د تيو په سرطان اخته شوې او شاوخوا ۱۷۰۰ مېرمنې د دې ناروغۍ له امله مړې شوې دي.

د سرطاني ناروغيو د کنټرول برنامې مشر ډاکتر ميهن عبدالله وويل، په روان ۱۳۹۸ کال کې په افغانستان کې څه باندې ۱۰زره ناروغان روغتونونو ته تللي چې څه باندې ۲۴۰۰ يې د تيو په سرطان اخته وو.

د ده په وينا، د تيو سرطان په اړه د عامه پوهاوي کموالی، د دې ناروغۍ د تشخيص او درملنې د خدمتونو کموالی، په دې برخه کې متخصصو کسانو کموالی، د دې ناروغۍ پرمختللی ډول، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيزې او په کورنۍ دننه شته ستونزې د دې ناروغۍ د ډېروالي او درملنې د ناممکن کېدو لاملونه دي.

په ولسي جرګې د کابل د خلکو استازې شينکۍ کړوخېل د تيو په ناروغيو د اخته مېرمنو شمېر له هغې کچې چې د عامې روغتيا وزارت یې وايي، څو چنده لوړ بولي او زياتوي چې په افغانستان کې له هرو شپږو يوه مېرمن د تي سرطان لري.

هغه زياتوي، د تيو سرطان د تشخيص کوونکو اشخاصو او روغتيايي مرکزونو کموالي او ټولنيزې ستونزې  د دې ناروغيو د ډېروالي او نه درملنې لاملونه دي.

شينکۍ کړوخېل وايي: "د تيو سرطان يوه خاموشه سونامي ده، له بده مرغه چې زه هم په دې ناروغۍ اخته شوې وم."

په افغانستان کې د اغاخان د پراختيايي شبکې سفيرې شهرزاد هرجي (Shaherazada Hirji) وويل، دا چې په ټوله نړۍ د اکتوبر مياشت د تيو سرطان په اړه د پوهاوي مياشت ده، له بده مرغه دغه ناروغي په افغانستان کې هم شته چې نږدې ۲۹ سلنه د مېرمنو د مړينې لامل د تيو سرطان دی چې تر اميدوارۍ وروسته دويمه وژونکې ناورغه ده.

هغې زياته کړه، له دې سره سره چې په کابل د فرانسويانو په خصوصي روغتون کې د هنري ماموګرافۍ وسايل شته، خو کافي نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.