د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تېرو اتو میاشتو ته په کتو د اوړو بیه ۲۷ سلنه لوړه شوې ده

تېرو اتو میاشتو ته په کتو د اوړو بیه ۲۷ سلنه لوړه شوې ده

Oct 31, 2019 - 19:48

کابل (پژواک، ۹ لړم ۹۸): د پژواک موندنې ښیي چې تېرو اتو میاشتو ته په کتو د اوړو بیه نږدې ۲۷ سلنه لوړه شوې ده؛ ځکه د دې ترڅنګ چې افغانستان ته د پاکستاني اوړو صادرات بند شوي، افغان حکومت د هغو پر وارداتو مالیه لوړه کړې ده.

د پژواک خبري اژانس د خپرو شوو راپورونو له مخې د راون کال په وري میاشت کې، د ۲۹ کیلو عمده قزاقي اوړو بیه ۱۳۶۰ افغانۍ او د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستاني اوړو بیه ۱۳۲۰ افغانۍ وه.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار د منډوی د بازار له عمده پلورونکو یو تن حاجي ننګیال محمدي وایي، نن د لړم په اتمه د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي اوړو بیه ۱۶۲۰ افغانۍ او د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستاني اوړو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ ده.

د پلورونکو او سوداګرو له خولې د اوړو د بیې د لوړوالي لاملونه

د کابل ښار د تایمنیو د ديارلسم سړک یوه تن خوراکه پلورونکی محمد صمیم د روان کال تېرو اتو میاشتو ته په کتو د اوړو د بیې ډېر لوړوالي ته اندېښنه وښوده.

هغه وویل چې نن ورځ د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي اوړو بیه ۱۶۸۰ افغانۍ او د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستاني اوړو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ ده.

د دغې سرچینې په وینا، د افغانستان د حکومت له خوا د اوړو بیه ځکه لوړه شوې چې له پاکستانه د اوړو واردات درېدلي او مالیه پرې ډېره شوې ده.

د خوراکي توکو د ټولنې مرستیال او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې غړي زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر یادو دوو لاملو سربېره، په قزاقستان کې د اوړو د بیې لوړوالی هم په افغانستان کې د اوړو د بیې د لوړوالي سبب شوی دی.

دغې مسوولې سرچینې تایید کړه چې د افغانستان حکومت، په هر کس شپږ نور ډالره مالیه ډېره کړې ده.

صافي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، ترڅو چې د پاکستان حکومت افغانستان ته د خپلو اوړو د صادرېدو اجازه ورنه کړي او همداراز افغان حکومت د اوړو پر وارداتو مالیه کمه نه کړي، نو بیه به یې ټیټه نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوړو د بیې لوړوالي د هغه په وزن منفي تاثیر کړی دى.

یو شمېر ښاریان د اوړو د بیې له لوړوالي او د وچې ډوډۍ د وزن له کموالي شکایت کوي.

د کابل ښار د قلعه زمانخان سیمې اوسېدونکي محمدالله وویل،ې له څه مودې راهیسې د اوړو بیه ورځ په ورځ لوړیږي او د ډوډۍ وزن کمېږي، مسوولین باید په دې اړه جدي اقدام وکړي او دا ستونزه حل کړي.

همدا راز د کابل ښار د قلعه موسی سیمې اوسېدونکې مریم وویل، د اوړو بیه ډېره لوړه شوې او د دولت د یوه مامور لپاره ډېره ستونزمنه ده چې په لس زره افغانۍ تنخوا د میاشتې یوه بوجۍ اوړه واخلي.

دواړې یادې سرچینې له حکومته غواړي څو د اوړو د بیې د لوړوالي مخه ونیسي.

د چارواکو ځوابونه

په همدې حال کې په دې اړه د مالیې وزارت د ګمرکونو د عایداتو مرستیال ولید تمیم پژواک ته وویل چې د غنمو د وارداتو تعرفه په هغه کچه چې د افغانستان په مارکېټونو کې د اوړو بیه لوړه شوې ده، زیاته نه ده.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان ته د غنمو په وارداتو د تعرفې د لوړولو پرېکړه یې د سوداګرو د استازو او صنعت او سوداګرۍ خونې سره په توافق کړې ده.

بلخوا د ګمرکاتو د عوایدو مرستیال پر خپله فيسبوک پاڼه لیکلي چې د اوړو او غلې یوشمېر واردوونکو سوداګرو سره يې په ګمرکاتي سیستم کې د اوړو د بیې د ټاکلو په موخه خبرې کړې دي.

هغه لیکلي و: «د اوړو په ټي سي کوډ کې تعدیل!... د مارکېټ د بیې مطابق، د سوداګر په مالونو کې د روڼوالی ایجاد، په دې هوکړه وشوه چې د یوه ټن قزاقي اړو بیه ۳۱۰$، د ازبکستاني اوړو ۳۰۰$، د ترکمنستاني ۳۰۰$ او د یو ټن پاکستاني اوړو بیه ۳۲۰$، په سیستم کې ثبت شوه چې په مقابل کې یې د هېواد ملي سوادګر وعده وکړه چې د ګمرکاتو قوانین به په جدي ډول مرعاتوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا پژواک ته وویل: «دا موضوع تر ډېره په مالیې وزارت پورې تړاو لري او تعرفه هغزى وضع کوي او د ټکس په لوړوالي بیې هم لوړیږي.»

هغه د دې پوښتنې په اړه چې پاکستان ولې افغانستان ته د اوړو صادرات بند کړي او په دې اړه د هغوی د وزارت پرېکړه څه ده؟ وویل چې اوس په دې اړه څه نه وایي، خو وروسته به په دې اړه خبرې وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement