لښکرګاه (پژاوک، ٩ لړم ٩٨): د هلمند يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه ولايت د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له طالبانو سره دى چې پر امنيتي وضعيت يې بده اغېزه کړې او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
په دې اړه د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاءالله افغان د لړم په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ٢٠١٥ کال راهيسې وسله والو طالبانو د نوزاد، موسى کلا، سنګين او خانشين ولسوالۍ ونيولې او ترڅنګ يې له يوې لسيزې راهيسې د باغران او ديشو ولسواليو کنټرول هم له طالبانو سره دى.
د افغان په وينا، له تېرو څو کلونو راهيسې د مارجې او کجکي ترڅنګ ځينو نورو ولسواليو بيا يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او نورې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.
هغه وايي: ((په مرکزي سيمو کې موږ نسبي امنيت لرو، خو دغه ولسوالۍ چې له طالبانو سره دي، هم امنيت ته خطر دى او هم خلک يې په اړه اندېښنه لري.))
دغه راز په مرکز لښکرګاه کې مدني فعال عبدالحق ځواکمن پژواک ته وويل چې حکومت د يادو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره تر اوسه کوم چمتووالى نه دى ښودلى.
هغه زياته کړه: ((دا له موږ سره يوه پوښتنه ده چې ولې حکومت د دغو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره اقدام نه کوي، دا خو د هلمند د نورو سيمو لپاره يو لوى خطر دى.))
دغه راز د مدني ټولنې بل غړي عبدالولي پتيال پر حکومت نيوکه وکړه چې د يادو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره اقدام نه کوي.
ده وويل: ((دا نو د شرم ځاى دى چې کلونه دې ولسوالۍ له طالبانو سره وي او حکومت دې د بېرته نيولو لپاره هېڅ اقدام نه کوي.))
همدارنګه د موسى کلا اوسېدونکي ذبيح الله سرواني پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې خلک په ډېر بد حالت کې دي.
هغه وايي: ((د شپې ګرځېدل منع دي، کاروبار نشته، نور مشکلات هم ډېر دي، حکومت بايد خلکو لپاره چاڼيز عمليات وکړي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مشرانو يې غوښتنه وکړه چې په هلمند کې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد د يادو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره اقدام وکړي.
بل لور ته په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ذبيح الله مومند بيا د يادو ولسواليو د بېرته نيولو په برخه کې د کوم ځانګړي پلان يادونه ونه کړه خو پژواک ته يې وويل چې د بېرته نيولو لپاره به يې عمليات پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن