ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

همدرد: تر ټاکنو د سولې خبرې مهمې وې

همدرد: تر ټاکنو د سولې خبرې مهمې وې

author avatar
31 Oct 2019 - 10:58
همدرد: تر ټاکنو د سولې خبرې مهمې وې
author avatar
31 Oct 2019 - 10:58

مزارشريف (پژواک، ۹ لړم ۹۸): پخوانی جهادي شخصيت او د حزب اسلامي غړی جمعه خان همدرد وايي  چې د ولسمشرۍ ترسره شوې ټاکنې ګټونکی نه لري او اړتيا ده چې د سولې مذاکراتو ته لومړيتوب ورکړل شي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون معنا دا وه چې افغانان د روان جنګي حالت بدلون غواړي.

هغه زياتوي چې د سولې لپاره تر ټولو ښه شرايط مساعد شوي او په دې برخه کې نړيواله اجماع هم موجوده ده.

د همدرد په خبره، هغو اړخونو چې په افغانستان کې يې جګړه پيل کړې وه، اوس دې پايلې ته رسېدلي چې روان جنګ نظامي حل لاره نه لري.

هغه وايي: ((پر دې خاوره بهرنيانو جګړه پيل کړې وه او اوس هغوی تر ټول ډېر دې ته لېوال دي چې روانه جګړه پای ته ورسوي.))

د حزب اسلامي دغه غړی وايي چې د سولې اړوند سيمه ييزه او نړيواله اجماع هم رامنځته شوې، خو زياتوي چې په کور دننه هم اړتيا ده چې د حکومت او سياسي اړخونو ترمنځ واقعي اجماع جوړه شي.

همدرد زياته کړه چې د ولسمشرۍ ترسره شوې ټاکنې ګټونکی نه لري او اړتيا ده چې په اوسنيو شرايطو کې لومړی سوله تامين شي او بيا د سراسري انتخاباتو لپاره لار خلاصه شي.

همدرد که څه هم د چا نوم نه اخلي خو زياتوي چې له ټاکنو مخکې يو شمېر اشخاصو او اړخونو د سولې لپاره خنډ جوړ کړی و خو زياتوي چې دغه خواوې اوس له خپل پخواني موقفه راټيټ شوي دي.

همدرد مني چې حکومت د سولې پروسې يو اړخ دی خو زياتوي چې په دې برخه کې وروستۍ فيصله د امريکا په شمول د هغو هېوادونو په لاس کې ده چې په افغانستان کې يې جګړه پيل کړې ده.

همدرد حکومت ته وړانديز لري چې د سولې هر ډول مذاکراتو لپاره د ټاکونکي پلاوي په برخه کې بايد د سياسي احزابو مشوره او اجماع له ځان سره ولري.

د هغه په وينا، که حکومت ټول شموله پلاوی ونه ټاکي نو سياسي احزاب او شخصيتونه به په مستقل ډول له طالبانو سره خبرې شروع کړي.

د حزب اسلامي دغه غړي په خپلو خبرو کې وويل چې امريکايان مجبور دي څو سوله وکړي؛ ځکه د هغه په خبره، د افغانستان له څه باندې اتلس کلنې جګړې نور ستړي شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.