فېروزکوه (پژواک، ۹ لړم ۹۸): د غور ځایې چارواکي د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي، طالبانو د تېرې شپې په نیمایي کې د فېروزکوه ښار په شمال کې پر امنیتي پوستو برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو او پرېکنده ماموریت هوایي بریدونو د مقاومت په پایله کې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، د طالبانو یو لوړپوړی کس مولوي یوسف چې په جندالله پېژندل کېده هم وژل شوی دی.
خطیبي په دې جګړه کې د یوه امنیتي سرتېري د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر هم تایید کړ.
د نوموړي په خبره، په یاده جګړه کې د وسلو او مهماتو په ګډون تر شلو ډېر موټرسایکل د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د طالبانو له ډلې تر اوسه ۱۰ مړي او دوه ټپیان د غور ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن