ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو اتو میاشتو ته په کتو د اوړو بیه ۲۷ سلنه لوړه شوې ده

تېرو اتو میاشتو ته په کتو د اوړو بیه ۲۷ سلنه لوړه شوې ده

author avatar
31 Oct 2019 - 19:48
تېرو اتو میاشتو ته په کتو د اوړو بیه ۲۷ سلنه لوړه شوې ده
author avatar
31 Oct 2019 - 19:48

کابل (پژواک، ۹ لړم ۹۸): د پژواک موندنې ښیي چې تېرو اتو میاشتو ته په کتو د اوړو بیه نږدې ۲۷ سلنه لوړه شوې ده؛ ځکه د دې ترڅنګ چې افغانستان ته د پاکستاني اوړو صادرات بند شوي، افغان حکومت د هغو پر وارداتو مالیه لوړه کړې ده.

د پژواک خبري اژانس د خپرو شوو راپورونو له مخې د راون کال په وري میاشت کې، د ۲۹ کیلو عمده قزاقي اوړو بیه ۱۳۶۰ افغانۍ او د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستاني اوړو بیه ۱۳۲۰ افغانۍ وه.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار د منډوی د بازار له عمده پلورونکو یو تن حاجي ننګیال محمدي وایي، نن د لړم په اتمه د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي اوړو بیه ۱۶۲۰ افغانۍ او د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستاني اوړو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ ده.

د پلورونکو او سوداګرو له خولې د اوړو د بیې د لوړوالي لاملونه

د کابل ښار د تایمنیو د ديارلسم سړک یوه تن خوراکه پلورونکی محمد صمیم د روان کال تېرو اتو میاشتو ته په کتو د اوړو د بیې ډېر لوړوالي ته اندېښنه وښوده.

هغه وویل چې نن ورځ د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي اوړو بیه ۱۶۸۰ افغانۍ او د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستاني اوړو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ ده.

د دغې سرچینې په وینا، د افغانستان د حکومت له خوا د اوړو بیه ځکه لوړه شوې چې له پاکستانه د اوړو واردات درېدلي او مالیه پرې ډېره شوې ده.

د خوراکي توکو د ټولنې مرستیال او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې غړي زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر یادو دوو لاملو سربېره، په قزاقستان کې د اوړو د بیې لوړوالی هم په افغانستان کې د اوړو د بیې د لوړوالي سبب شوی دی.

دغې مسوولې سرچینې تایید کړه چې د افغانستان حکومت، په هر کس شپږ نور ډالره مالیه ډېره کړې ده.

صافي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، ترڅو چې د پاکستان حکومت افغانستان ته د خپلو اوړو د صادرېدو اجازه ورنه کړي او همداراز افغان حکومت د اوړو پر وارداتو مالیه کمه نه کړي، نو بیه به یې ټیټه نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوړو د بیې لوړوالي د هغه په وزن منفي تاثیر کړی دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.