ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

په تخار کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
1 Nov 2019 - 09:47
په تخار کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
1 Nov 2019 - 09:47

 تالقان (پژواک، ١٠ لړم ٩٨): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه ددغه ولايت په خواجه بهاالدين  ولسوالۍ کې پر يوې پوستې د بريد پرمهال نهه امنيتي سرتېري وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

 د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند خلیل اسیر پژواک اژانس ته ووويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په خواجه بهاالدين ولسوالۍ کې د (چرسي ) په نامه  پر پوستې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې اته پوليس او  يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي دي.

ده زياته کړه چې په دې بريد کې درې نور پوليس ټپيان شوي هم دي.

 د اسير په خبره چې جګړې د شپې تر دوولسو بجو پورې دوام درلود، بيا نور امنيتي ځواکونه يې مرستې ته ورغلي او  طالبان يې په شا تمبولي چې له امله يې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده . 

خو طالب وياند وايي چې په ياد بريد کې يې ١٢ سرتېري وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

هغه زياته کړې چې يوه اندازه وسلې او مهمات هم طالبانو ترلاسه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.