پلخمري (پژواک، ١١ لړم ٩٨): د بغلان حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ دروازې ته څېرمه چاودنه کې ١١ کسان ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد احمد بشارت د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د امنيې قوماندانۍ په خروجي دروازه کې ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه وکړه.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د ملي اردو د دوو سرتېرو ترڅنګ نهه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((دا ملکي وګړي د امنيې قوماندانۍ مراجعين وو.))
خو بل لور ته د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالحليم غفاري پژواک ته وويل چې له يادې پېښې لس ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې درې امنيتي سرتېري هم شامل دي چې د يوه روغتيايي حالت ښه نه دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
داسې مهال د بغلان د امنيې قوماندانۍ دروازې ته څېرمه چاودنه کېږي چې له تېرو شلو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پراخ عمليات پيل کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن