ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د طالب بندیانو د تبادلې د احتمال په اړه د روښانتیا غوښتنه وکړه

ولسي جرګې د طالب بندیانو د تبادلې د احتمال په اړه د روښانتیا غوښتنه وکړه

author avatar
2 Nov 2019 - 18:48
ولسي جرګې د طالب بندیانو د تبادلې د احتمال په اړه د روښانتیا غوښتنه وکړه
author avatar
2 Nov 2019 - 18:48

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۹۸): د ولسي جرګې یوشمېر غړي د انس حقاني او څو نورو طالب بندیانو د تبادلې د احتمال په اړه د روښانتیا غوښتنه وکړه او وایي چې دا تبادله باید د جنګ د پای سبب شي، ګني بې له دې د اندېښنې وړ ده.

په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون دوه استادان کوین کېنګ د استرالیا اوسېدونکی او تیموتی وېکس د امریکا اوسېدونکی چې په ۲۰۱۶م کال کې له کابله وتښتول شول.

په کابل د طالبانو دوې نږدې سرچینې وايي، طالبان د دوو یادو استادانو په بدل کې غواړي د دوی  دوه مهم غړي انس حقاني او رشید عمري او د دغې ډلې یوشمېر نظامي قوماندانان او والیان چې شاوخوا ۸۰ کسان کېږي، خوشي شي.

نن ورځ په ولسي جرګه کې په همدې اړه خبرې وشوې.

په جرګه کې د دایکنډي د خلکو استازي علي اکبر جمشېدي په دې اړه له حکومت څخه د روښانتیا غوښتنه وکړه او ويې ویل چې په داسې حالت کې چې جګړه روانه وي او اوربند منځ ته وي راغلی؛ د طالب بندیانو تبادله د افغانستان د ملي ګټو لپاره خطرناکه او د اندېښنې وړ ده.

نوموړي زیاته کړه، د طالب بندیانو په خوشي کولو کې باید امریکا د افغانستان ګټې په پام کې ونیسي.

هغه وویل: «د افغانستان او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې، امریکا نه شي کولای داسې کړنې ته لاس واچوي چې د افغانستان ملي ګټی له خطر سره مخ کړي.»

په دې جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي ګل احمد نورزاده وویل، حکومت باید د دغو بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه ملت ته ځواب او وضاحت ورکړي.

هغه زیاته کړه: «مخکې هم بندیان خوشي شوي؛ خو یواځې دا نه چې د جګړې د پای او اوربند سبب نه شول، بلکې په هېواد کې د تاوتریخوالي سبب شول؛ که دا ځل د امریکایي استادانو په بدل کې بندیان خوشي کېږي، یابد په خوشي کولو کې یې پام وشي؛ ځکه چې دا بندیان د امنیتي ځواکو د ځان په بیه نیول شوي دي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.