ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ماشومانو د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د ۹ واکسینونو کمپاین پيل شو

په کندهار کې د ماشومانو د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د ۹ واکسینونو کمپاین پيل شو

author avatar
2 Nov 2019 - 17:38
په کندهار کې د ماشومانو د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د ۹ واکسینونو کمپاین پيل شو
author avatar
2 Nov 2019 - 17:38

کندهار (پژواک، ۱۱ لړم ۹۸): په کندهار کې د ماشومانو د ساري او وژونکو ناروغیو د مخنیوي په موخه د ۹ ډوله واکسین کمپاین نن د لړم په ۱۱مه پیل شو.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب د دغه کمپاین د پیل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمپاین په لومړي ځل په کندهار ښار، تخته پُل، پنجوايي، ژیړۍ، سپین بولدک، ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو کې پیل شو.

هغه زیاته کړه، د واکسیناسیون دغه کمپاین څلور پړاوه لري چې هر پړاو یې ۲۰ ورځې په بر کې نیسي.

د ده په خبره، په دغې موده کې به له پنځو کلونو د کم عمر لرونکو ماشومانو ته د ساري او وژونکو ناروغیو د مخنیوي په موخه ۹ ډوله واکسین ورکړل شي.

هغه د دغه کمپاین په پلي کېدو کې د پوهنې ریاست، علماوو شورا، مدني ټولنو او رسنیو همکاري وغوښته څو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او د ماشومانو روغتیا تضمین شي.

منیب وویل، د کورنیو پر غړو لازمه ده چې هر وخت د خپلو ماشومانو روغتیا ته پام وکړي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل، د ژمي په راتلو ماشومانو ته د دغو واکسینونو ورکول ډېر مهم دي، څو هغوی له بېلابېلو ساري او وژونکو ناروغیو وژغورل شي.

هغه ماشومانو ته د پولیو د واکسین تر څنګ د دغو واکسینونو ورکول د کورنیو بنسټیز مسوولیت وګاڼه.

په کندهار کې د ماشومانو د ساري ناروغیو د مخنیوي د ۹ ډوله واکسین کمپاین داسې مهال پیلېږي چې څو ورځې وړاندې دغلته د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو درېیمه پېښه ثبت شوه.

په ټولیره توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدل او د خلکو کم پوهاوی هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.

د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال له پيل راهیسې د هېواد په کچه د پولیو د پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی چې ۳ په کندهار، ۵ په هلمند، ۸ په اروزګان، يوه په ننګرهار، يوه په پکتیکا او يوه په کونړ کې ثبت شوي دي.

په تېر ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.