ښرنه (پژواک، ١١ لړم ٩٨): د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د سرروضې ولسوالۍ په سلطان کلي کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه تور پورې کړ چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري خښ شوى و چې په چاودنه کې یې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه راز يوې سيمه ييزې حکومتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د ملکي وګړو پر فيلډر موټر شوې ده.
هغه وايي چې په ياده چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دى.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن