ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاپېرل ساتنې ادارې او یو شمېر وزارتونو تر منځ  هوکړه لیک لاسلیک شو

د چاپېرل ساتنې ادارې او یو شمېر وزارتونو تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

author avatar
3 Nov 2019 - 16:32
د چاپېرل ساتنې ادارې او یو شمېر وزارتونو تر منځ  هوکړه لیک لاسلیک شو
author avatar
3 Nov 2019 - 16:32

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۹۸): د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د چاپېرل ساتنې ملي ادارې او یو شمېر وزارتونو تر منځ د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه ليک د لړم په ١٢مه د چاپيريال ساتنې ادارې، حج او او قافو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او عزيزي بانک ترمنځ لاسليک شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د چاپېرل ساتنې ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي وويل، تر هغه چې د هوا د ککړتيا د مخنيوي په برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي کچه نه وي لوړه شوې، د هوا پاکوالى ناشونى دى.

صدیقي وویل چې یاد هو کړه لیک د هوا د ککړتیا د مخینوي د پنځه کلن پلان د پلي کولو لپاره رامنځته شوی دى.

هغه هيله وښوده چې د خلکو د عامه پوهاوي په لوړېدو سره به سږ کال تر یوې کچې د هوا د ککړتیا مخه هم ونیول شي.

صديقي وايي چې د عامه پوهاوي دغه برنامه به د رسنيو او د ديني عالمانو له لارې پلې شي.

د نوموړي په وینا، یاد هوکړه لیک د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د یوه کال او د حج او اوقافو له وزارت سره د درېیو کلونو لپاره لاسلیک شوى دى.

په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال سيد اقا فاضل سانچارکي وویل چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې هوا ډېره ککړه شوې چې له امله يې يو شمېر کسان له ناروغيو سره مخ شوي دي.

سانچارکي وايي چې د هوا د ککړتيا د مخنيوي په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دولتي رسنیو له لارې پوره همکاري کړې ده.

خو نوموړي وايي، د قانون له مخې خصوصي رسنۍ اړ دي چې د عامه پوهاوي پروګرامونه له ٢٥-٦٠ سلنه تخفيف سره خپاره کړي.

دغه راز د حج او اوقافو مرستیال تاج محمد مجاهد وویل چې د چاپيريال ساتنۍ اداره دومره امکانات نه لري چې په يواځې ځان د هوا د ککړتيا مخه ونيسي.

ده وويل چې ملي شورا بايد د ښاروالۍ له لوري د ښار د پاکوالي په برخه کې وړاندې شوې بوديجه تصويب کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.