ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېښنا شرکت: د کندهار خلک او دولتي ادارې ٩٠٠ ميليونه افغانۍ پوړوړي دي

برېښنا شرکت: د کندهار خلک او دولتي ادارې ٩٠٠ ميليونه افغانۍ پوړوړي دي

author avatar
3 Nov 2019 - 10:39
برېښنا شرکت: د کندهار خلک او دولتي ادارې ٩٠٠ ميليونه افغانۍ پوړوړي دي
author avatar
3 Nov 2019 - 10:39

کندهار (پژواک، ١٢ لړم ۹۸): په کندهار کې د برېښنا شرکت مسوولین وایي چې پر خلکو او دولتي ادارو يې د برېښنا د لګښت له درکه ۹۰۰ ميليونه افغانۍ پاتې دي.

 

د برېښنا شرکت رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو پیسو ډېره برخه (۵۰۰ میلیونه افغانۍ) پر دولتي ادارو او (۴۰۰ میلیونه افغانۍ) پر افرادو او شخصي شرکتونو پاتې دي.

دی وايي، د اړوندې ادارې له هڅو سربېره ادارې او اشخاص نه دي توانېدلي چې دغه پیسې تادیه کړي.

د هغه په وينا، د برېښنا د لګښت نه ورکولو له امله په عایداتي او پرمختیايي برخه  کې د برېښنا شرکت چارې له خنډ سره مخ شوې دي.

د ده په خبره، څومره چې د برېښنا کاروونکي د برېښنا د لګښت په تادیه کې چټک اقدام کوي هومره ژر خدمات پراخولای او برېښنا چمتو کولای شي.

 

نوموړي د برېښنا شرکت د پوروړو دولتي ادارو او افرادو نومونه وانخیستل خو ویې ویل، هغوی ته یې یوه میاشت وخت ورکړی چې د برېښنا شرکت پیسې تادیه کړي، که داسې و نه کړي نومونه یې به یې رسنیز کړي.

خو ده دا هم وویل چې په دې تړاو یې ۱۵ تنه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي چې ډېری یې د شرکتونو مسوولين او عام افراد دي.

فاروقي وویل، په دې وروستیو کې یې دغه موضوع د ولایت مقام اداري غونډې ته هم وړاندې کړې ده او په دې برخه کې یې د ولایتي ادارې د مسوولینو همکاري غوښتې ده.

 

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایت مقام په اداري غونډه کې پرېکړه شوې چې د برېښنا شرکت پوروړو دولتي ادارو او افرادو ته مکتوبونه ولېږل شي او د برېښنا شرکت د پیسو د ورکړې په برخه کې اقدام وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.