جلال اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۹۸): د نورستان والي وايي، د دغه ولايت د پرمختګ، بيارغونې او اقتصاد د پياوړتيا په موخه يې څلور کلن پلان جوړ کړی چې ۹۵ سلنه د ولسمشر له لوري منظور شوی دی.
دی وايي، په دغه څلور کلن پلان کې ياد ولايت ته د سيلانيانو د راتګ لپاره د زمينې برابرول، د برېښنا د وړو بندونو، سړکونو، دولتي تاسيساتو، ښوونځيو او ګڼو نورو برخو کې د رغنيزو چارو پيلوا شامل دی.
حافظ عبدالقيوم دا څرګندونې د لړم په ۱۲مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال په جلال اباد ښار کې وکړې .
نوموړی وايي، دې ولايت کې د سيلانيانو لپاره ښکلي طبيعي منظرې، غرونه، ځنګلونه او د اوبو بندونه موجود دي چې په کې د لارو د جوړېدو، هلته د سيلانيانو د اوسېدو لپاره د اسانتياوو د برابرولو له امله به ياد ولايت د سيلانيانو په مرکز بدل شي.
د نوموړي په وينا، اوس يې هڅې پيل کړي چې دغه ولايت ته د سيلانيانو پام واړوي چې په لومړي قدم کې مرکز پارون کې يو هوټل جوړ شوی، د بل کار روان دی او دغه راز ځينو ولسواليو کې هم په خصوصي توګه هوټلونه جوړيږي.
ده زياته کړه، په دې څلور کلن پلان کې د ولايت د بيارغونې، پراختيا، حکومتي ادارو د کارونو ښه والی، د ښوونځيو د ودانيو رغول، د سړکونو رغونه، له مرکز سره د ولسواليو نښلول او نور مهم کارونه شامل دي.
د عبدالقيوم په وينا، اوس مهال د دغه ولايت د لوېديځې برخې د ولسواليو خلک ۴۰۰ سوه کيلومتره مزل کوي او بيا وروسته مرکز ته رسېږي او دغه راز د ختيځو ولسواليو خلک ۳۵۰ کيلومتره مزل کوي، خو تازه يې په دوو لارو کار پيل کړی چې د لوېديځ خلک به په ٦٠ کيلومتره او د ختيځ خلک به په ۷۰ کيلومتره مزل کولو تر مرکز رسيږي.
هغه وويل، په څلور کلن پلان کې د دغو دواړو سړکونو چې اوس يې يوازې د رامنځته کولو کارونه پيل شوي بيا به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.
نوموړي په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره هم د خپلو هلو ځلو خبر ورکوي او وايي، تازه يې يو شمېر ولسواليو ته د سيمه ييزې اردو ټولي منظور کړي چې تر ټرينګ اخيستو وروسته به په دندو پيل وکړي.
د نورستان والي دغه راز د روغتيايي خدماتو په اړه وايي چې تر پخوا په کې ډير تغيرات راغلي دي.
ده زياته کړه: ((موږ اوس په ټول نورستان کې داسې روغتون نه لرو چې حادې ناروغۍ په کې تداوي شي؛ خو د ولايتي روغتون کارونه پيل شوي چې ژر به پای ته ورسيږي، دغه راز ولسواليو کې هم درې مجهز روغتونه جوړ شوي او د مور او ماشوم د مړينې لپاره مو په درېيو دورو کې ۴۸ قابلې روزلي چې تر پخوا د مور او ماشوم مړينه ډېره کمه شوې ده.))
حافظ عبدالقيوم په دې مرکه کې د اوبو د مهارولو په اړه هم خپلې طرحې او پلانونه شريک کړل چې په وينا يې د وړو سربندنو د جوړېدو په اړه يې د برېښنا شرکت او اوبو او برېښنا وزارت سره شريک کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن