کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٨): د ثبات او همپالنې ټاکنيزه ډله وايي چې تر اوسه هم شاوخوا درې سوه زره باطلې رايې د بايومټريک په سيستم کې شته چې بايد د ټاکنو کمېسيون يې په اړه پرېکړه وکړي.
دغه څرګندونې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې غړي نور رحمان اخلاقي نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
اخلاقي وويل، د دوی باور دا دی چې شاوخوا درې سوه زره نورې باطلې رایې لا هم په سیستم کې دي او د ټاکنو کمېسیون یې باید په اړه پرېکړه وکړي ځکه د دغو رایو په اړه طرزالعمل روښانه دی.
هغه وویل: " ۱۳۷ زره رایې چې د باطليدو اعلان يې شوى، د ۱۰۲ زره په شاوخوا کې رایې چې له اصلي وخته مخکې يا وروسته کارول شوي او د ۷۰ زرو په شاوخوا کې رایې چې د رايې ورکوونکو عکسونه یې تکراري دي او یا د عکس له مخې عکس اخیستل شوی، اوس هم په سيستم کې دي چې بايد کمېسيون يې په اړه پرېکړه وکړي."
د هغه په خبره، د ټاکنوخپلواک کمېسیون باید ۱۳۷۶۳۰ زره رایې چې د رايې ورکوونکو بایومټریک معلومات یې کافي نه دي، باطلې اعلان کړي.
نوموړي خبریالانو ته دا هم وویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو په پروسه کې د بایومټریک ۷۰۰ دستګاوې او د حافظې کارتونه ورک شوي دي.
بل لورته د ټاکنو کمېسيون نن اعلان وکړ چې سبا به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه پیل شي.
د دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات رسنيو ته ويلي: "زموږ همکاران په دې کار کوي چې سبا ولایتونو ته لاړ شي او هلته د رایو بیا شمېرنه او تفتیش په ټول هېواد کې پیل کړي."
د ټاکنو کمېسیون د رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې لپاره درې ورځې په پام کې نیولې دي.
ټاکل شوې وه چې د تلې په ٢٧مه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنې پايلې اعلان شي خو دغه اعلان د لړم مياشتې ٢٣ مې نېټې ته وځنډول شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن